د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو

💬0

د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې د ازبیکستان په ترمذ ښار کې پرانیستل شو.

د دغه نندارتون موخه د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډې پانګونې او تولید لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، افغانستان او ازبیکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد په برخو کې ګامونه اخیستي او هڅه کېږي چې د دواړو هېوادونو همکارۍ له سوداګریزو راکړو ورکړو څخه ګډ تولید او پانګونې ته پراخې شي.

نورالدین عزیزي وویل: «وړاندیز کوو چې د دواړو هېوادونو د صنعت‌کارانو، تولیدوونکو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو لپاره د تجربو د لېږد ګډ پروګرامونه جوړ شي، په ځانګړې توګه د نساجۍ، ډیزاین او بسته‌بندۍ، د خوراکي توکو د پروسس، د محصولاتو د کیفیت او له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخو کې.»

په دغه درې ورځني نندارتون کې سوداګرو په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې د دواړو هېوادونو تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف ویلي، تېر کال ازبیکستان ته د افغانستان صادرات ۱۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، ازبیکستان ته د افغانستان صادرات ۱۵ برابره زیات شوي دي.

ایرګاشف زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا هم ټیټه ده او دغه پروګرام ازبیکستان او درېیمو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو په موخه جوړ شوی دی.

د نندارتون د پرانیستې پر مهال، د افغانستان د غضنفر بانک او د ازبیکستان د توکو سوداګریز بازار ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو. ‍

د دې هوکړه‌لیک له مخې، سوداګر کولای شي د توکو د ارزښت د لس سلنې په ورکړې سره د پېر غوښتنه ثبت کړي او د توکو له چمتو کېدو وروسته پاتې ۹۰ سلنه بیه ورکړي.

د غضنفر بانک د عملیاتو مشر عبدالوارث لطیفي ویلي، دغه هوکړه‌لیک د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوه روڼ او خوندي میکانیزم او اسلامي بانکي اسانتیاوو له لارې افغان سوداګرو ته د وارداتو او صادراتو زمینه برابروي.

دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ به سوداګریزې ناستې هم ترسره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*