د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او پاکستان د نښلولو نوې طرحه

💬0

د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او پاکستان د نښلولو نوې طرحه

قزاقستان، اوزبیکستان او متحده عربي اماراتو د یوې داسې رېل پټلۍ د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه چې افغانستان او پاکستان له لارې د مرکزي اسیا د عرب سمندر له بندرونو سره نښلوي.

د اوزبیکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه رېل پټلۍ له قزاقستان پیلېږي او له اوزبیکستان، افغانستان او پاکستانه په تېرېدو، د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له سمندري بندرونو سره نښلوي.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې، درې واړه هېوادونه به د پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي او د اړتیا وړ زېربناو او اړوندو تاسیساتو د جوړېدو امکانات به وارزوي.

د دې پروژې موخه د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانسپورټي نښلون پیاوړتیا او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې لپاره د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کول بلل شوي دي.

اقتصادي شنونکي وایي، د دغې رېل پټلۍ جوړېدل به افغانستان د منځنۍ اسیا او د پاکستان د بندرونو ترمنځ د یوه رېلي دهلېز په منځنۍ برخه کې راولي او د افغانستان د ټرانزیټي رول د پراختیا زمینه به برابره کړي.

اقتصادي شنونکي جنت‌ فهیم چکري په دې اړه وویل: «د دې طرحې په پلي کېدو سره، افغانستان کولای شي د نورو اقتصادي ګټو ترڅنګ، د دې رېل‌پټلۍ له تېرېدو ټرانزیټي حق هم ترلاسه کړي؛ په دې شرط چې شوې هوکړې او تعاملات تعقیب، اړخونه یې په دقیقه توګه وارزول شي او په عملي ډول پلي شي.»

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت وایي، د دې طرحې پلي کېدل د افغانستان سټراتیژیک موقعیت پیاوړی کولای شي او دغه هېواد د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر نښلوونکې کړۍ بدلولای شي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل: «دا طرحه کولای شي د افغانستان ټرانزیټي موقعیت پیاوړی کړي او په عملي ډول دغه هېواد په اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د سیمې پر نښلوونکې کړۍ بدل کړي.»

دا د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزې رېل‌پټلۍ یوازینۍ طرحه نه ده؛ د افغانستان او پاکستان د نښلولو لپاره د افغان ټرانس دهلېز، د قزاقستان–ترکمنستان–افغانستان رېل پټلۍ او د تورغونډۍ–هرات رېل‌پټلۍ هم له هغو طرحو دي چې د سیمه‌ییز رېلي اتصال د پراختیا لپاره مطرح شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او پاکستان د نښلولو نوې طرحه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*