
د سوداګرۍ او پانګونې ویلي، تېر کال د د رامنځته شویو خنډونو له امله د دغه هېواد له لارې د افغانستان ټرانزیټ کم شوی دی.
په دې غونډه کې پر شپږ قلمه وارداتي توکو د مالیاتو د کمښت، د افغانستان د ځینو توکو په صادراتو کې د زیاتوالي، د پیسو د لېږد او د ویزو په برخه کې د شته ننګونو په تړاو خبرې شوې دي.
د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال وایي، د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي په موخه به د افغانستان، منځنۍ اسیا هېوادونو او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند زیاته کړه: د بندر عباس له لارې زموږ ټرانزیټ ۹۵ سلنې زیات شوی دی.»
په ورته مهال د خصوصي سکټور نور غړي وايي، د اسلامي امارت رییس الوزرا د حکم پر بنسټ، افغانستان ته پر شپږ قلمه وارداتي توکو مالیه کمه شوې ده.
دوی دغه راز د صنعت د ودې په موخه صنعتکارانو ته د ځمکو پر ژر تر ژره وېش ټینګار کړی دی.
افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ځینو هېوادونو له لوري پر افغانستان د لګول شویو محدودیتونو له امله خصوصي سکټور هم د سوداګریزو ویزو او د پیسو د لېږد په برخو کې له ننګونو سره مخ شوی چې د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په خبره، تر دې دمه یې ځینې ستونزې هوارې شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "تېر کال د افغانستان ټرانزیټ کم شوی دی"