
د افغان غېږ نیونې لوبغاړي د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کې ناکام شول
د افغانستان د ملي غېږ نیونې ټیم په ازبکستان کې د غېږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې خپل کار د مډال ګټلو پرته پای ته ورساوه.
د افغانستان د غېږ نیونې فدراسیون چارواکي وايي چې د هیواد ملي لوبغاړي د مختلفو هیوادونو د خپلو سیالانو په وړاندې له ماتې وروسته له سیالۍ څخه حذف شول.
په دې سیالیو کې یوولس افغان غېږ نیونې لوبغاړو د هیواد استازیتوب په مختلفو وزن کټګوریو کې وکړ.
دا سیالۍ د ازبکستان د ترمیز ښار لخوا کوربه توب شوې وې، چې د ۱۳ هیوادونو څخه ۱۶۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د غېږ نیونې فدراسیون چارواکو د سیالیو له پیل څخه دمخه د هیواد په دې سپورت کې د غوره شخصیتونو په ډله کې لیږل شوي لوبغاړي ګڼلي وو او په دې سیالیو کې د ګډون لپاره یې بشپړ چمتووالی اعلان کړی و.
د یادونې وړ ده چې یو شمیر افغان غېږ نیونې قاضیانو هم په دې نړیواله سیالۍ کې د قضاوت لپاره برخه اخیستې وه.
لومړی نظر وکړئ on "د افغان غېږ نیونې لوبغاړي د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کې ناکام شول"