د افغان ماشومانو د یو میلیون ډالرو په ارزښت انځور نندارې ته وړاندې کېږي

دوو امریکايي انځورګرو د افغانستان د ماشومانو په اړه داسې یو انځور جوړ کړی چې د دوی په وینا، یو میلون ډالر ارزښت لري او غواړي د انځور د خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پیسې بیرته په جنګ ځپلو افغان ماشومانو مصرف کړي.

تامس راموس او کېن اوسبرن د امریکا په ټیکساس ایالت کې په خپله سټوډیو کې د کلونو راهسې انځورونه جوړوي او دا ځل یې یو ځانګړی انځور د افغانستان د هغو ماشومانو په اړه جوړ کړی دی چې جګړو او ناخوالو ځپلي دي.

دوی دواړو د دې انځور دپاره څلور کاله مخکې افغانستان ته سفر هم کړی و او د انځور په جوړولو ېې دوه کاله وخت ولګید.

کېن اوسبرن وايي: “موږ غوښتل چې یو داسې نړیوال سمبول جوړ کړو چې د افغانستان د جنګ ځپلو کورنیو او ماشومانو د ژوند ناخوالې انځور شي. موږ د دغو ماشومانو سره د مرکو دپاره ډیرو خطرناکو ځایونو ته سفرونه وکړل او دوی مو له نږدې ولیدل.”

انځور ګر تامس راموس او کېن اوسبرن په ۲۰۱۹ کې د افغانستان شمال ته تللي وو او د هغو ماشومانو بوټونه ېې راغونډ کړل چې د کورنۍ غړي ېې له لاسه ورکړي او دوی کورونو پريښودو ته اړ شویدي. دوی دغه بوټان د جنګ ځپلو ماشومانو د سمبول په توګه عکاسي کړل او بیا یې ورڅخه یو انځور جوړ کړ.

تامس راموس وايي: “دا انځور چې د سرو زرو، پلاټونیم او پلاډیم د ۲۴ قراتو اوبو نه جوړ شویدی په نړۍ کې د جوړښت او ارزښت له مخې تر ټولو لوی انځور دی.”

د انځور جوړوونکي وايي، دا انځور له مختلفو مرحلو تیر شوی او داسې کیمیاوي مواد پکې کارول شوي چې تر پیړیو به نه خرابیږي.

ښاغلی تامس وايي چې دا افغانستان ماشومان په جګړو کې سخت کړیدلي او د دغه انځور موخه نړۍ ته د دوی د درد او کړاو په اړه د غږ رسول دي.

تامس راموس وايي: “موږ د افغانستان د ماشومانو په سترګو کې ډیر داسې داستانونه ولیدل چې نړۍ لا نه دي لیدلي. د دوی په مخکې یې میندې او پلرونه وژل شویدي او دغه صحنې موږ په دې انځور کې رسم کړیدي.”

انځورګران راموس او اوسبرن دې انځور ته د “میلین ډالر پرنټ” نوم ورکړیدی او غواړي چې په یو مناسب وخت کې یې نندارې ته وړاندې کړي او په یو میلیون ډالر ېې خرڅ کړي.

دوی غواړي دا پیسې د ماشومانو د حقونو موسسو او هغو کورنیو ته ورکړي چې د دوی سره یې د افغانستان د سفر پر وخت مرسته کړې او خپل داستانونه یې ورته بیان کړیدي.

د یوې وروستۍ سروې په اساس دا وخت د درې نیم سوو میلونو نه زیات یعنې د نړۍ هر شپږم ماشوم د جګړې په ډګر کې ژوند کوي او د مرګ د خطر سره مخ دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان ماشومانو د یو میلیون ډالرو په ارزښت انځور نندارې ته وړاندې کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*