د اقلیم بدلون؛ د اسیای هیوادونو د اوبو او انرژۍ سرچینې په خطر کي دي

د اقلیم بدلون؛ د اسیا د اوبو او انرژۍ سرچینې په خطر کي دي
د اقلیم بدلون؛ د اسیا د اوبو او انرژۍ سرچینې په خطر کي دي

څیړونکي وايي کوي چي د اقلیمي خطرونه ډېرېدل، هیوادونه تر فشار لاندې راولي چي د انرژۍ د امنيت له پاره بل ډول سیاست غوره کړي. په اقلیمي بدلون پوري تړلو ستونزو په ۱۶ اسیايي هیوادونو کي اقتصادي او د انرژۍ ستونزي جوړي کړي دي.

«په چین کي د اوبو د خطرونو څېړنیز مرکز» د معلوماتو له مخي په سیمه کي د ۱۰ لویو سیندونو، چي د هندوکش او همیالیا له غرونو سرچینه اخلي، د ۹.۱ ترېلیون وګړو ژوند ور پوري تړلی دی، چي ناخالص داخلي تولیدات يې په کال کي ۳.۴ ترېلیون ډالرو ته رسیږي، خو طبيعي یخچالونه له جدي اقلیمي ګواښ سره مخامخ دي.

څېړونکو ويلي دې چي که ټول سیندونه «په هغه حال کي، چي موږ ونه سو کولای چي ککړتیا يې راټیټه کړو… د اوبو له لوړېدو سره به مخامخ سي.» د دې ترڅنګ به تر مځکي لاندي انرژۍ له پاره د اوبو زېرمي هم له ستونزو سره مخامخ سي.

دغه لس لوی سیندونه، عبارت دي، د ګنګا او برامپوترا څخه، چي په هند او بنګله دېش کي بهیږي، یانګ تسه په چین او همدارنګه ژړ سیندونه چي د میکونګ او سالوین سرحدي پولي جوړوي.

له دغو سیندونو څخه د اوبو یو پر درې برخه انرژي لاس ته راځي او ۴۴ سلنه د ډبرو سکاره د افغانستان په ګډون ۱۶ هیوادونو لکه نېپال او جنوبي اسیا ته چمتو کوي.

نژدې ۸۶۵ګیګاواټه برېښنا، د ۱۰سیندونو څخه، چي هغوی اکثره پر اوبو متکي دي، د اقلیم خطرونو له لاسه تاواني دي.

څېړونکي زیاتوي، له ۳۰۰ګیګاواټه برېښنا څخه چي د جاپان له پاره بسنه کوي، په هغو سیمو پوري تړلې ده چي د اوبو د «زوروري» لوړېدني یا «ډیري زوروري» لوړېدني سره مخامخ ده.

د یانګ تسه سیندیزه حوزه چي په چین کي د دغه هیواد نژدې یو پر درې برخه نفوس ته يې په خپله غېږ کي ځای ورکړی او شاوخوا ۱۵ سلنه انرژي تولیدوي پروسږکال وچکالۍ ځپلې او د برېښنا په تولید کي يې د پام وړ کمښت راغلی چي د نړيوالو اکمالاتو لړۍ يې ټکنۍ کړې وه.

حکومتونو د وچکالیو له پیل راهیسې د داسي فابریکو جوړول تصویب کړي دي چي د ډبرو په سکرو چلیږي، ترڅو د اوبو د کمښت پرمهال يې چاري له خنډ او ځنډ سره مخامخ نه سي. په هرحال، د ډبرو سکرو انرژي هم د اوبو په کمښت پوري اړه لري.

په هر صورت، د ډبرو سکرو برېښنا هم اوبو ته اړتیا لري چي په چین او هند کې د ظرفیت زیاتوالي هم د اوبو کمښت نور هم لږ کړي.

په دې اړه څېړونکي یادونه کوي چي د اقلیمي خطرونه ډېرېدل، هیوادونه تر فشار لاندې راولي، نو دغو تر فشار لاندي هیوادونه ښايي چي داسي لاري چاري عملي کړي چي له مخي يې د انرژۍ او د اوبو ساتني ضمانت وسي.

دوی وايي: «لکه څنګه، چي د برېښنا انتخاب پر اوبو تاثیر کوي، د اوبو لږوالی بیا د انرژۍ زېرمي تر خپل اغیز لاندي راولي، نو د اوبو امنیت باید د انرژۍ امنیت خوندي کړي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*