
د امریکا د «نیویارک پرو» سیالیو کې د علي بلال اتلولي
د افغانستان د بدن ښکلا او فېټنس ستوری، علي بلال، وتوانېد د امریکا په متحده ایالتونو کې د «نیویارک پرو» سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړي.
هغه په یوې سختې سیالۍ کې خپلو پیاوړو سیالانو، په ځانګړي ډول د برازیل اېډوان پالمیرا ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د دې معتبرې نړۍوالې سیالۍ اتلولي وګټله.
د سیالیو په پای کې، علي بلال لومړی مقام خپل کړ، اېډوان پالمیرا دویم او د اندونیزیا ایسای کسیک درېیم ځای ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې علي بلال په وروستیو کلونو کې په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ ځلېدلی او د ۲۰۲۴ کال د آرنولډ کلاسیک اتلولي او د مسټر اولمپیا نړۍوالې سیالۍ د مرستیال اتل لقبونه هم په خپل نوم ثبت کړي دي.
د یادونې وړ ده چې علي بلال نړۍوالو سیالیو کې تر ځلېدو وروسته، تېر لمریز کال افغانستان ته سفر وکړ او د ورزش ادارې مسوولانو او مینهوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.
دا په داسې حال کې ده چې علي بلال په وروستیو کلونو کې په نړۍوالو سیالیو کې د پام وړ ځلېدلی او د ۲۰۲۴ کال د آرنولډ کلاسیک اتلولي او د مسټر اولمپیا نړۍوالې سیالۍ د مرستیال اتل لقبونه هم په خپل نوم ثبت کړي دي.
د یادونې وړ ده چې علي بلال نړۍوالو سیالیو کې تر ځلېدو وروسته، تېر لمریز کال افغانستان ته سفر وکړ او د ورزش .ادارې مسوولانو او مینهوالو له لوري یې تود هرکلی وشو
لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د «نیویارک پرو» سیالیو کې د علي بلال اتلولي"