
د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي وایي د خپلو کورونو برخلیک ته اندیښمن دي.
د عدلیې وزارت له تازه اعلان وروسته، چې د کابل په “امیدسبز ښارګوټي” کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې، د دې ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د دې ښارګوټي اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د دوی قانوني اسنادو ته په شفاف ډول رسېدنه وشي او په پرېکړو کې دې د مالکانو حقوق په پام کې ونیول شي.
دوی ټینګار کوي چې خپلې ځمکې یې د معتبرو اسنادو پر بنسټ اخیستي او کورونه یې پرې جوړ کړي دي.
د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی، حسین علي وايي: « که چېرې دا ښارګوټی امارتي اعلان شي، هغه خلک چې دلته ژوند کوي، به جدي زیان وویني.»
د امید سبز ښارګوټي یو بل اوسېدونکی، زیبر احمد هم وايي: « خلک ناهیلي شوي دي. د عدلیې وزارت هیڅ مسوول تر اوسه نه دی راغلی چې اوسېدونکو ته روښانه کړي، په راتلونکي کې د دې ښارګوټي لپاره څه پلان لري او که به هغوی له خپلو کورونو ونه باسي.»
په همدې حال کې، د دغه ښارګوټي ځینې نور اوسېدونکی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی برخلیک دې په لاس کې شته اسنادو پر بنسټ په عادلانه ډول روښانه شي.
د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی، نجف رضایی په دې اړه وايي: « د ښارګوټي امارتي اعلان کېدل به د خلکو د زیانمنېدو لامل شي. هغه څه چې اوس د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي، د دې ځای د مېشتو کسانو برخلیک دی چې څه به پرې وشي.»
بل لور ته، د عدلیې وزارت، پرته له دې چې د ښارګوټي د اوسېدونکو د برخلیک په اړه څه ووايي، ټینګار کړی چې دا ځمکې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې له لوري له ارزونې وروسته، په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې دي.
د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي ویلي: « دا ځمکې د کابل ښار په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې موقعیت لري، او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون یې موضوع څېړلې او دوسیه یې په رسمي ډول د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې ته سپارلې ده.»
په وروستیو کلونو کې، د هغو ښارګوټو او ځمکو تثبیت او بېرته اخیستل چې د حکومت له لوري دولتي ملکیت بلل کېږي، په تر ټولو جنجالي ښاري موضوعاتو بدل شوي دي.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې د دې ډول ښارګوټو د اوسېدونکو برخلیک به څه شي.
لومړی نظر وکړئ on "د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه"