د اوومې سیارې اورانوس نوی حیرانونکی انځور چې ‘روښانه حلقې’ په کې ښکاري

د امریکا فضایي ادارې ناسا د جیمز ټیلسکوپ په مټ د لمریز نظام د اوومې سیارې اورانوس نوی انځور خپور کړی دی.

زموږ په لمریز نظام کې د دې سیارې شاوخوا حلقې له دې مخکې هیڅکله په روښانه توګه نه نوې لیدل شوې.

د متحده ایالاتو د فضايي ادارې په وینا، جیمز ویب ټیلسکوپ په ډېر احتیاط سره خپله دنده ترسره کړې.

دوی وايي، چې جیمز د سیارې په اتموسفیر کې حیرانونکي حلقې لیدلې دي او په زړه پوري معلومات یې راټول کړي دي.

له دې مخکې به ۱۹۸۶ کال کې پوهانو د اورانوس انځورونه خپاره کړي وه، چې شاوخوا ورنه نیل رنګه یو څه ښکاریدل خو ډېر واضح نه وه.

د لمریز نظام د سیارو ترمنځ اورانوس د بېلو ځانګړتیاو لرونکې سیاره ده.

اورانوس یوازینۍ سیاره ده، چې په خپل مدار کې شاوخوا د ۹۰ درجې زاویې په کچه څرخي.

د اورانوس همدې ډول ګرځېدو له کبله قطبونه یې څو کلونه پرله پسې د لمر رڼا ته مخامخ وي او بیا څو کلونه پرله پسې ورنه پناه وي او تکه توره تیاره پرې خوره وي.

په اورانوس کې یوه ورځ ۱۷ ساعته او ۱۴ دقیقې اوږده ده.

اورانوس

په هرحال، اورانوس چې یو کال د لمر شاوخوا خپل مدار باندې راګرځي، زموږ د ځمکې د ۸۴ کلونو سره برابر دی.

همدارنګه د اورانوس یو کال د ځمکې له ۳۰،۶۸۷ ورځو سره برابر دی.

اورانوس ۱۳ پیژندل شوې حلقې (دایرې) لري، او ۱۱ یې د ناسا په دې وروستي انځور کې لیدل شوې دي.

ځینې حلقې دومره روښانه ښکاري، چې ګمان کېږي یوه ډېره ستره حلقه به وي.

نوي انځور کې د اورانوس ۲۷ پېژندل شوې سپوږمۍ هم لیدل کېږي چې ډېرې وړې دي.

جیمز ویب ټیلسکوپ دا انځور په ۱۲ دقیقو کې اخیستی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اوومې سیارې اورانوس نوی حیرانونکی انځور چې ‘روښانه حلقې’ په کې ښکاري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*