د اوپیک یو شمېر غړي هېوادونه د تېلو تولید کموي

د اوپیک یو شمېر غړي هېوادونه د تېلو تولید کموي
د اوپیک یو شمېر غړي هېوادونه د تېلو تولید کموي

له روسیې وروسته د اوپیک یو شمېر غړيو هېوادونو اعلان وکړ، چې خپل د نفتو تولید راکموي. ویل شوي چې دغه اقدام په نړیوال بازار کې د نفتو د ثبات څخه د ملاتړ له پاره شوې ده.

د یکشنبې په ورځ د ( اپرېل په دویمه) الجزایر، متحدو عربي ماراتو، عراق، سعودي عربستان، عمان او کويت اعلان وکړ، چې د خپلو نفتو تولید به یوه ورځ کې یو میلیون او ۷۱ زره بوشکې را کم کړي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت یوه چارواکي ويلي، چې دغه هېواد به د مۍ میاشت کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه یو شمېر نورو هېوادونو سره په همغږۍ په خپله خوښه د خامو تېلو تولید د ورځې ۵۰۰ زره بوشکې را کم کړي.

د دې خبري سرچینې په وینا، دا د تیلو بازارونو د ثبات څخه د ملاتړ په موخه یو اقدام دی.

تر دې اعلان يوه ورځ وروسته يعني نن، دوشنبه سهار کله چې په آسيا کې بازارونه پرانيستل شول، د تیلو په بيه او په راتلونکې بيه کې زياتوالی وليدل شو.

د يو برنت خامو تېلو په بيه کې ۶ سلنه زياتوالی راغلی دی چې دا په دې معنا ده چې د پنځو دالرو په لوړېدو د يوه بیرل تېلو بیه ۸۵،۵ ډالرو ته پورته شوې ده.    

د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربنا وزیر سهیل المزروعي په خپلو څرګندونو کې ویلې دي، چې هېواد به یې خپل د تېلو تولید د مۍ میاشتې څخه د روان کال تر پایه په ورځني ډول ۱۴۴ زره بوشکې راکم کړي.

روسیې د فبرورۍ په میاشت کې روسیې اعلان کړه، چې د خپلو تېلو تولید هره ورځ  ۵۰۰ زره بوشکې راکموي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اوپیک یو شمېر غړي هېوادونه د تېلو تولید کموي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*