د ایران په بلوچستان کې ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي

💬0

د ایران په بلوچستان کې ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي

د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال د ایران د بلوچستان د سراوان روتک سرحدي سیمې په «مک‌سوخته» نومې ساحه کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سراوان په سړه‌خونه کې د ځای د نشتوالي له امله د مړو جسدونه خاش ته لېږدول شوي دي.

په مړو شویو کسانو کې د بغلان د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي، چې یوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې دي چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۲۲ کلونو دي.

د بشري حقونو دغه سازمان لیکلي: «د ۱۴۰۵ لمریز کال د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه، لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې، نارینه او ماشومان پکې شامل وو، د سراوان د روتک سرحدي سیمې په مک‌سوخته کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د مړو جسدونه له سیمې تر لېږد وروسته د خاش سړه‌خونې ته انتقال شوي دي.»

دا پېښه داسې مهال شوې چې تر دې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په نږدې راتلونکي کې د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ په کابل کې د یوې درې‌اړخیزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و. ټاکل شوې دغه غونډه د کډوالو پر مسئلې متمرکزه وي.

د حقوقي چارو شنونکي خلیل‌احمد نادم وایي، «دا خبر رښتیا هم خواشینوونکی دی. د افغانستان د حکومت دنده ده چې خلکو ته د کار او ژوند زمینه برابره کړي او د هغوی د وتلو مخه ونیسي. باید ټول پړه پر ګاونډیو هېوادونو وانه‌چول شي. ایران هم باید د موضوع بشري اړخ په پام کې ونیسي.»

که څه هم ګاونډیو هېوادونو ته د قاچاقي تګ لارې تل د افغانانو لپاره مرګونې ثابتې شوې او تر دې مخکې هم یو شمېر افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال وژل شوي، خو د سختو اقتصادي ستونزو او پراخې بې‌کارۍ له امله لا هم ګڼ شمېر کسان د کار موندلو لپاره پر دغو خطرناکو لارو سفر کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران په بلوچستان کې ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*