د بدخشان په زیباک کې طبیعي ښکلاو د ګرځندویانو پام ور اړولی دی

Photo: Aremoo Gholami

د بدخشان په زیباک کې طبیعي ښکلاو د ګرځندویانو پام ور اړولی دی

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ د توپ خانې جهیلونه هر کال د سلګونه کورنیو او بهرنیو سېلانیانو کوربه وي. 

شنه طبیعت، مناسبې اب و هوا او د خال لرونکو کبانو شتون دغې سیمې ته د سېلانیانو پام ور اړولی دی. 

ځینې سېلانیان چې د تفریح په موخه دغه جهیل ته راغلي، دا سیمه د هېواد له کمسارو طبیعي ښکلاو بولي او له هېوادوالو غواړي چې له دې ځایونو لیدنه وکړي.

سېلاني، فاروق احمد طلوع‌نیوز ته و ویل: «زیات شمېر سېلانیان دې سیمې ته راځي او له جهیلونو لیدنې کوي. دا سیمه ارامه او ښه فضا لري.»

بل سېلاني، احسان‌ الله و ویل: «زما له نورو سېلانیانو غوښتنه دا ده چې دې سیمې ته لاړ شي، څو د ګرځندوی صنعت وده ومومي او د بدخشان ښکلي ځایونه هم و ویني او ښې خاطرې له ځان سره یوسي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر، صدیقي لعلزاد دغې سیمې ته د سېلانیانو د ورتګ په تړاو و ویل: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د جلبولو په موخه ډېر ژر د دې تفریحي سیمې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه راز وايي، په وروستیو کلونو کې د دې ولایت بېلابېلو سیمو ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ور تګ زیات شوی او دوی هڅه کوي، چې لا ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بدخشان په زیباک کې طبیعي ښکلاو د ګرځندویانو پام ور اړولی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*