د بې‌ځایه شویو سازمان: افغانستان روغتیايي ناورین سره مخ دی، چې ناروغان یې کډوالۍ ته اړ کړي

د بې ځایه شویو وګړو نړۍوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې روغتیایي سېسټم له یوه لوی ناورین سره مخ دی او له همدې کبله ناروغان اړ کېږي؛ څو پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته «روغتیایي کډوالۍ» وکړي.

په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د روغتیایي خدمتونو تر څنګ له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي، چې له همدې کبله تازه یوه افغان خبریاله په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.

یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه خبریاله مونسه قاري زاده نومېږی او کلونه کلونه یې په افغانستان کې خبریالي کړې وه؛ خو د ا.ا. تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ستنه شوې وه او هلته د روغتیایي اسانتیاوو له نشتون تر څنګ له اقتصادي ستونزو څخه هم کړېده.

د بې ځایه شویو وګړو د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې مونسه قاري زاده د کولمو سرطان لاره او په افغانستان کې یې درملنه شونې نه وه چې له همدې کبله ګاونډی هېواد پاکستان ته کډواله شوې وه ؛خو هلته یې هم د اقتصادي ستونزو له کبله د درملنې توان نه درلود.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هر کال د روغتیايي اسانتیاوو له کبله زرګونه کسان اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د «روغتیایي کډوالۍ» قرباني شي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړ دي چې د خپلو ناروغیو لپاره له خپلوانو یا دوستانو څخه پورونه واخلي؛ څو نورو هېوادنو ته پرې درملنې ته لاړ شي.

د بې ځایه شویو وګړو دغه سازمان ویلي، چې په پاکستان، ترکیې او هند هېوادونو کې د افغان ناروغانو د درملنې لګښتونه خورا لوړ دي او ناروغان یې د پرې کولو توان نه لري.

په راپور کې دارنګه راغلي، چې د ناروغیو پر مهال د روغتیایي ویزو په برخه کې هم افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او کله چې نورو هېوادونو ته لاړ شي؛ نو په اسانۍ یې روغتیایي ویزې نه تمدیدېږي او بیا د ناروغۍ تر څنګ له حقوقي ستونزو هم کړېږي.

یاد سازمان زیاته کړه، چې د مونسه قاري زاده مړینه یوه شخصي فاجعه نه ده؛ بلکې دا د افغانستان د روغتیایي ناورین یو سمبول دی او د هغو افغانانو یوه بېلګه ده، چې هره ورځ د روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له کبله مري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بې‌ځایه شویو سازمان: افغانستان روغتیايي ناورین سره مخ دی، چې ناروغان یې کډوالۍ ته اړ کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*