د خوارجو په تبلیغاتو کې د مرګ ترویج

13
14

د خوارجو په تبلیغاتو کې د مرګ ترویج
د خوارج ډلې وروستۍ تبلیغاتي ټوټه، چې د سلطان عزیز عزام له کتاب ” ښکېدلی کمیس” څخه اخیستل شوې ده، د هغه څه یوه بیلګه ده چې سخت دریځې ډلې د ځوانانو په ګومارلو او د مغز مینځلو لپاره د جګړي په موخه کاروي. د عاطفي کیسو او افسانو په کارولو سره، خوارج ډله یوه غلط دوه اړخیز د “واده یا شهادت” ذهنیت وړاندې کوي، داسې ښکاري چې د متقی مسلمانانو لپاره یوازې دوه لارې شتون لري. دا یوازې یوه افسانه نه ده، بلکې د استخدام یوه وسیله ده چې د زیان منونکو خلکو د استخدام په موخه جوړه شوې ده.
د دې کیسې اتل، یو خیالي کرکټر، “نعیم”، د یو متقی او عاجز سړي په توګه انځور شوی چې جهاد ته ژمن دی. د دنیاوي خواهشات په اړه د هغه شک، لکه واده، د هغه د ایمان او عقیدې د لوړې نښې په توګه وړاندې کیږي، په هوښیارۍ سره هغه کسان شرموي چې سوله ایز ژوند غوره کوي. دا کیسه لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې د نعیم پریکړه چې د واده پر ځای شهادت غوره کړي، حماسي او اتلولي ده. په داسې حال کې چې په حقیقت کې دا د یو احتیاطي پلان شوي احساساتي او رواني جال څخه بل څه ندي.
ټوله کیسه د مرګ د ستایني پر بنسټ ولاړه ده. خوارج ډله باید د ژوند یو داسې لید ته وده ورکړي چې د ایمان، پوهې او ټولنې ته د خدمت پر بنسټ ولاړ وي. په داسې حال کې چې دا ډله په درواغو سره وايي چې د تقوا غوره بڼه د جګړې په ډګر کې مرګ دی. دا پخپله نه یوازې د اسلامي لارښوونو ښکاره تحریف دی، بلکې ښکاره ډول د تاوتریخوالي او ظالمانه اجنډا په تعقیب سره د ځوانانو ژوند ویجاړول هم دي.
د خوارج ډلې تبلیغاتي پیغام، چې د نعیم د واده لپاره د کلیوالو ملاتړ ښیي، د ورورګلوۍ احساس په ګوته کوي. دا یو غولوونکی تکتیک دی چې ډیرې افراطي ډلې یې کاروي. دغه ډلې خپل هغه جګړه ماران چه دوي ېې محسوسوي منزوي شوي دی او د خپل ټولني څخه لري پاتي دي هدف ګرزوي او دوی ته وعده ورکوی چه د دوي د کورنیو وکالت به کوي.
تر ټولو وېروونکې خبره دا ده چې دا کیسه څنګه د نعیم پلار د مرګ وړ دښمن په توګه وړاندې کوي. د خوارج ډلې پیغام دیر واضح دي: بیعت هر بنسټ او یا حتا کورني ته هم د جهاد نه ورسته ځای لري. دا ظالمانه ذهنیت هڅه کوي چې زامن د پلارونو پر وړاندې ودروي او کورنۍ د سخت دریځې فکرونه پر بنسټ وویشي.
که د خوارج ډله په ریښتیا اسلامي ارزښتونو ته ېې دروند کتلي وای، نو باید د علم او پوهې په وده، د خیریه او د سوله ایز ټولنو په جوړولو کې هڅه وکړي نه مرګ او ویجاړتیا ته. دوی د اسلامي امت د حالاتو پرمختيا هدف نلري، بلکې دوي د مرګ خوله ته لیږي. د شکیدلي کمیس کیسه اتلولي نه ده بلکې یوه غمجنه کیسه ده چې د ځوانانو د ذهنیت اړولو لپاره طرحه شويده چه خپل راتلونکی د یوې ناکامې موخې لپاره قرباني کوي.
اوس هغه وخت رسیدلي چه د زهرجنو روایتونو مقابله وکړو. ریښتیني ایمان د سخت دریځۍ تاوتریخوالې ړوند اطاعت ته بلنه نه ورکوي. ریښتیني عقیده په رغولو کې موندل کیږي ، نه په ویجاړول او د مرګ په پرتله د ژوند په غوره کولو کې.

شریک یي کړئ

3 Comments on "د خوارجو په تبلیغاتو کې د مرګ ترویج"

  1. بسیار برنامه خوب است

  2. این بسیار عالی است من خیلی خوشحالم

  3. غواړم اخپل معلومات ډير کم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*