د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې دي

💬0

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې دي

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې د جون میاشتې په دوو اوونیو کې د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له لږ کمښت سره ۶۴.۱ افغانیو ته رسېدلی دی.

سره له دې کمښت، افغانۍ لا هم د تېر کال په پرتله ۸ سلنه او د درې کلنې منځنۍ کچې په پرتله نږدې ۱۵ سلنه پیاوړې پاتې شوې، چې تر یوه بریده یې د انفلاسیون د فشارونو په مهارولو کې مرسته کړې ده.

اقتصادي شنونکي، سیر قریشي د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ثبات په اړه وایي: «په تېرو دوو تر دریو کلونو کې د افغانۍ د ثبات اصلي لامل د مرکزي بانک له لوري د پیسو د عرضې ښه مدیریت او کنټرول و. همدارنګه هېواد ته د بهرنیو اسعارو راتګ او په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ زیات استعمال د ملي اسعارو د ارزښت په ساتلو او د اسعارو په بازار کې د سختو بدلونونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.»

د راپور له مخې، په بازارونو کې دغه نسبي ثبات د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو راټولېدو، د موسمي عرضې د زیاتوالي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د دوامداره بهیر پایله ده، چې د بنسټیزو توکو د ښه تأمین لامل شوې ده.

خو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې پر وارداتو تکیه، د ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی او سیمه‌ییزې ناڅرګندتیاوې لا هم بازارونه د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې زیانمن ساتي.

د خوراکي توکو په برخه کې د غنمو، وریجو، بورې او غوړیو په ګډون د ډېری اساسي توکو بیې لوړې شوې، خو د حبوباتو او ډوډۍ بیې راټیټې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی، سید محمد هم وایي: «د خوراکي توکو بیې لوړې دي، کار او روزګار نشته، د وریجو، اوړو او غوړیو نرخونه ډېر لوړ دي او خلک د پېرلو توان نه لري.»

د کابل بل اوسېدونکی، عبدالرازق هم وایي: «له حکومته غواړو چې نرخونه کنټرول کړي، خلک بېوزله دي او کار او روزګار نشته.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وایي چې د بازارونو د وضعیت نسبي ښه والی او د افغانۍ ثبات د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د صادراتو د ودې او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پایله ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: «د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثبات، د تولیداتو زیاتوالی، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو لارو پراخېدل، د پانګونې هڅونه او د اړتیا وړ توکو ته لاسرسی د بازار اړتیاوو په پوره کولو او د انفلاسیون د کچې په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.»

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې چې د کار بازار لا هم کمزوری دی.

د دې ادارې په وینا، که څه هم کار ته لاسرسی لږ ښه شوی، خو د ورځني مزد کچه او د کار فرصتونه لا هم د تېر کال او د درې کلنې منځنۍ کچې پرتله ټیټ دي؛ هغه وضعیت چې پر هغو کورنیو د فشارونو دوام ښيي چې د ورځني کار پر عوایدو متکي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*