د داعش د مشروعیت کمزوری منطق

د افکارو په بازار کې چیرې چې د بیان ازادي ساتل کیږي، د بغدادی غلو یوې ډلې (داعش) په طنزیه توګه پریکړه وکړه چې پرځان د خلافت نوم کښیږدی. دوی مختلفی جامی په تن کړی، ماسکونه یی په مخ واغوستل، نابلده خبرو ته یی ملا وتړل، او حتی مختلف جرمونه یی تر سره کړه چی خپل بیځایه ادعا ثابت کړی.
سره له دې، د بغدادی بی اودسه مقتدیان په دی شیطانی مکر کی پاتې راغلل. دوی تر اوسه داسی څه ندی وړاندی کړی چی هغه دی “خلافت” ته ورته وي او یو سالم عقل به یی ومنی. د دوی مشران ترو اوسه په نشه کی غرق دی او په دی یی سر نه خلاصیږی چی د هغه څه سوداګری چی دوی کوی د دوی په خورجین که نسته. دوی دخپل په نامه خلافت د مشروعیت ادعا کوي مګرد خلافت یو شرط یی هم ندی پوره کړی.
دخراسانی داعش – د پروپاګنډ مرکز، العزایم، په یوه تازه مقاله کې “آیا د داعش د مشرانو چټک وژنه د داعش د نامشروعیت لامل کیدای سی ؟” دغه مجهول الهویت کاتب دا مني چې د دوی د مشرانو ژوند تر توتکی لا لنډ دی او د هرې وسله والې یا سیاسي ډلې د مشرانو په پرتله یی مشران ژر مری. خو بیا بیا ، لیکوال هڅه کوي چې د دی ډلې کمځورتیا په مضحکه توګه د مشروعیت اخیستلو لپاره وکاروی. دی وایی چی د مشرانو چټک مرګ یی د دوی د نامشروعیت لامل نسی کیدای. د لیکوال خبره سمه ده چې د دوی مشران د ژوند تر ټولو لنډه موده لري، خو دا خبره غیر معقوله ده چی د مشرانو مرګ دی د مشروعیت او نا مشروعیت دلیل سی. ددوی د نامشروعیت لپاره بی شمیره دلایل موجود دی. چی یو څو به یی دلته بیان سی. خو، په ساده الفاظو کی باید وویل سی چی څنګه امکان لری چی د قطاع طریقانو او غلو یو وړه ډله چی پلویان یی د ذهنی لحاظه بی ثباته دی ځانونه د مسلمه امت د خلافت مدافعین او مشران و ګڼي.

موږ مسلمانان یو او په دی ښه پوهیږو چی د مشروع خلافت د جوړولو لپاره باید د دیني عالمانو سره مشوره وسی. خو، داعش تر نن ورځی پوری د کوم منل سوی جید مسلمان عالم سره مشوره نه ده کړې. برعکس دوی ډیر پیژندل سوی او جید عالمان په شهادت رسولی دی او د نور پر ضد یی د سپکاوی پراخه کامپاین پیل کړی دی. د نړی مسلمانان دداعش هغه جنایات نسی هیرولی چی دوی څنګه جید علما په مساجدو او مقدسو ځایونو کی په شهادت رسول او په ډیرو مقدسو اسلامی اصولو یی ملنډی وهلی او ټول مسلمانان چی داعشیان ندی د اسلام څخه بهر بولی.
دوهم، د دغې ډلې له رامنځته کېدو راهیسې، چی دیر کم وخت یی فزیکی شتون درلودی، دغی ډلی داسی یو کوچنی کار هم ندی کړی چی هغه دی د اعلا كلمة الله او یا چې د الله جل جلاله د سپېڅلې کلمې د لوړولو لپاره وي. دوی تل دا هڅه کوی چی د اسلام دین د وحشت او تاوتریخوالی د دین په تور و پلوری.
دریم، د دی ډلې أصلي عقیده او منهج د یوی خوارجی او سخت دریځی تکفیری ډلی په ادعاوو ولاړ دی. دوی هرکله نور مسلمانان چی د اسلامی امت ۹۹ سلنه جوړوی د مرتد، کافر، مشرک او داسی نورو نومونو په ورکولو سره له ځانه ګوښه کړی او ددوی په عقیده د اسلام څخه یی د ارتاد په جرم نیسی.
دداعش دغه ناکامی چی خپل مشران نسی ساتلی، ددوی یو کمزوری ده نه د مشروعیت او غیر مشروعیت لامل. خو یو څه باید په ښکاره وویل سی چی د اسلامی امت په منځ کی دوی هیڅ خواخوږی نه لری او د مسلمانانو په منڅ کی دمتحدینو په جوړولو کی ددوی پاتي راتلل د دی په معنی ده چی دوی د اسلام او مسلمانانو لخوا رټل سوی دی او هیڅکه به هم خپل په شیطانی اعمالو کی بریالی نسی.

څلورم، خلافت یو سیاسي – دیني دولت دی چې مسلمانه ټولنه او د هغه تر واکمنۍ لاندې ځمکې او ولسونه پکې شامل دي. داعش نه کوم فزیکی شتون لری، نه حاکمیت، نه اراضی او تر ټولو مهم د خلافت د مدافعینو د ادعا لپاره هیڅ مشروع دلیل هم نه لری. دوی تر اوسه یوازی جرمونه کړی، مقدساتو ته یی سپکاوی کړی، عالمان یی شهیدان کړی، او پر ملکیانو یی بریدونه کړی. دوی د غلو یوه ډله ده د اسلام د مقدس دین څخه په استفاده سره پر مسلمانانو د راج چلولو موخی ته رسیدل غواړی.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش د مشروعیت کمزوری منطق"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*