د داعش نفاق پروژه

18
4

د داعش د کرکې پروژه د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د نفاق اچونی پروژه ده

په ظاهره، داعش تل هڅه کړی چې د اسلامي متنونو په غلط ژباړلو او تعبیرولو سره خپل د کرکی او نفرت پروژه او شیطانی اعمال و پوښي.خو په اصل کې داعش هڅه کوي چې اسلامي امت له منځه یوسي او مسلمانان سره وويشی. دوی تل د سیکولر په مقابل کی د مذهبی ټکی کاروی، د شیعه په مقابل کی د سني، د سني په مقابل کی د سلفي، د ملتپاله په ضد د غیر ملتپاله، د لویدیځ ضدو په مقابل کی د لویدیځ پلوه، د عربی توکمه پر ضد د دوی په اصطلاح عجمیان را پاروي. دوی د مسلمانان د ویشلو لپاره په پییخر لیبلونه راټول کړی تر څو اسلامی امت سره وویشي. په داسې حال کې چې داعش په ټوله نړۍ کې په مسلمانانو باندې مختلف لیبلونه لګوي. اسلامي امت د دوی لپاره یوه خبره لري. هغه دا چي موږ ښه پوهیږو چې د داعش د کرکې پروژه د اسلامي امت د ویشلو او کمزوري کولو په موخه را منځ ته سوی ده او موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې دغه شیطانان په دې شر کې بریالي سي.

د اسلامي امت ویش په شیعه او سني: آیا کله مو فکر کړی چې ولې د داعش تبلیغات تل د مسلمانانو په ویشلو او د اسلامي امت په شیعه او سني ویشلو تمرکز کوي؟ ولې دا مسایل دوی ته دومره مهم دي؟ ایا زموږ د ملت پر وړاندې لویې ستونزې نه سته؟ دغې ډلې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د هر ډول وحدت د له منځه وړلو لپاره دې مسلې ته پام اړولی دی. داعش په ښکاره پوهیږي چې دا یوه خوارجي ډله ده او یوازې په اسلامي امت کې د تفرقې په رامنځته کولو سره پاییدلي سي. د دې ډلې هدف د خپلو ناوړه ګټو لپاره د مسلمانانو ترمنځ د خپل منځي شخړو او جنجالونو رامنځته کول دي. په تاریخي لحاظ، شیعه او سني مسلمانان د ځینو کوچنیو اختلافاتو سره سره یو بل سره د وروري ژوند کړی. او الحمدلله د د شیعه او سني تر منځ فرعی ستونځي په لویه شخړه نه دې بدله سوې. خو بیا هم ، داعش سخت کار کوي چې نفرت خپور کړي او د مسلمانانو ترمنځ هر ډول یووالی له منځه یوسي. نو دا زموږ وجیبه ده چی ددی شیطانی ډلی نقاق اچونی ته اجازه ورنکړو او تل د اسلامي امت د اتحاد لپاره کار وکړو.موږ باید د هغو خوارجو مخه ونیسو چې غواړي زموږ پر دین او زموږ د دین پر پیروانو برید وکړي. موږ دا نه وایو چې د سني او شیعه ترمنځ توپیر نسته. خو موږ د داعش هغه هڅې غندو چې موږ سره بېلوي.

د شیعه او سني څخه هاخوا، داعش سنیانو د “اهل تقلید” او “سلفي” په ډلو سره ویشي. د امت د ټوټه کولو لپاره د داعش دوهمه هڅه د سلف اسلام د پیروانو په وړاندې د تقلید په لیبل سره د سنیانو ویشل دي. داعش څلور سني مذهبونه په بی ادری سره بد او ناروا بللي دي.دغه ډله د دغو څلورو فقهې مذهبونو پیروان مرتد او غیر مسلمان بولي. دې ډلې په سختو ټکو سره ځینې مسلمان علماء بد او حتی په ځینو مواردو کې کافران بللي دي. د داعش دکرکې پروژه او تفرقې هڅې هیڅ حد نه پیژني او هیڅ مذهب یا کلتور نه ژمن ندي.

برسېره پر دې، داعشی غواړی د د جاهلیت د دور بیا را ژوندی کړی او تری ګټه واخلي. دا ډله ټول غیر عرب عالمان بې کفایته او په ځینو مواردو کې د اور عبادت کوونکي او مشرکین بولي. عصبي داعش د ترمذي له کتاب څخه د احادیثو په پرتله ځايي عربي مقولو ته ترجیح ورکوي. داعش هغو عربي زپنی لهجو ته ترجیح ورکوي چې د قرآن له فصیحې عربي سره مطابقت نه لري . دا یو شی ښیي، داعش هڅه کوي خلک وویشي او په هیڅ قوم او مذهب پورې تړاو نه لري.

د داعش تکفیریان هر هغه څوک چې د داعش برخه نه وي کافر ګڼي او هر هغه عمل چې د دوی له ایډیالوژۍ سره سمون نه خوري، غیر اسلامي ګڼي. دوی د یووالي تبلیغ کوي، خو ملت وېشي، ملتپالنه غندي خو مسلمانان په عرب او عجم سره ویشي. د ماډرنزم غندنه کوي، په داسې حال کې چې د دوی خپل نظریات او عمل له بدعت پرته بل څه نه دي. دوی په مختلفو ژبو تبلیغات کوي، مګر د اسلام غیر عرب عالمان د دیني مسلو په اړه د بحث کولو وړ نه بولي، که دا پخوانی علما کرام وی او که د اوس عصر.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "د داعش نفاق پروژه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*