د دماغي فلج څه‌باندې ۱۰ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي

💬0

د دماغي فلج څه‌باندې ۱۰ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي

د دماغي فلج له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز وایي، د روان میلادي کال له پیل څخه د جولای تر میاشتې پورې د هېواد په اوو بیارغونې مرکزونو کې د دماغي فلج له ۱۰ زرو ډېرو ناروغانو ته د درملنې او ملاتړ خدمتونه وړاندې شوي دي.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز د دماغي فلج برخې مسوول وایي، له دغو څه باندې ۱۰ زرو ناروغانو څخه نږدې ۶ زره یې هلکان او تر ۴ زرو ډېرې یې نجونې دي.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز د دماغي فلج برخې مسوول مرید احمد راسخ طلوع‌نیوز ته ویلي: «دماغي فلج یوه عصبي او عضلي ستونزه ده چې دایمي وي؛ له همدې امله اړتیا ده چې د فزیکي بیارغونې داسې مرکزونه موجود وي چې متخصص کسان پکې کار وکړي او دغو ناروغانو ته د اوږدې مودې لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.»

د اووه کلن سلیم لپاره هر حرکت یو تمرین دی؛ هغه تمرین چې له درېیو کلونو راهیسې په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې په مرکز کې دوام لري.

ډاکټران هڅه کوي چې د فزیوتراپۍ او ځانګړو تمرینونو له لارې د هغه فزیکي او ذهني وړتیاوې پیاوړې کړي، څو سلیم وکولای شي هغه حرکتونه بیا ترسره کړي چې د نورو ماشومانو لپاره عادي او اسانه دي.

د سلیم پلار سیداکبر طلوع‌نیوز ته ویلي: «له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو اوس ښه شوی او په حالت کې یې بدلون راغلی دی. یوازې سم تګ نه شي کولی، خو د لومړیو میاشتو په پرتله ډېر ښه شوی دی.»

یو کال او درې میاشتنی عمر هم له دماغي فلج سره زېږېدلی او له یوه کال راهیسې په دغه مرکز کې د بیارغونې تر پروګرام لاندې دی. د هغه پلار ته هم ځینې تمرینونه ورښوول کېږي.

د عمر پلار وایي، زوی ته یې له وړاندې شویو خدمتونو او د هغه له نسبي ښه‌والي خوښ دی، خو ټینګار کوي چې د دماغي فلج لرونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره یوازې یو مرکز بسنه نه کوي او باید په ټول هېواد کې د ملاتړ او بیارغونې مرکزونه جوړ شي.

د عمر پلار ویلي: «له عامې روغتیا وزارت څخه مې غوښتنه دا ده چې په ټول هېواد کې دې دا ډول مرکزونه جوړ کړي.»

د دغو ماشومانو ملاتړ یوازې د سره صلیب د بیارغونې تر مرکز پورې محدود نه دی؛ په کابل کې یو خصوصي مرکز هم د دماغي فلج لرونکو ماشومانو د بیارغونې او ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي. د دغه مرکز کارکوونکي هڅه کوي چې د روزنې، پاملرنې او بیارغونې د خدمتونو له لارې د دغو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژوند ستونزې راکمې کړي.

په کابل کې د بیارغونې د یوه مرکز مسوولې نیلاب محمدي ویلي: «اړینه ده چې د دې ناروغۍ په اړه لا ډېر عامه پوهاوی ورکړل شي. ډېر داسې والدین شته چې فکر کوي هېڅ حل‌لاره نشته او ډېر ناهیلي دي. ځینې یې د داسې ماشومانو درلودل شرم ګڼي او شرمېږي چې خپل ماشومان له ځان سره کوم ځای ته بوځي.»

دماغي فلج یوه عصبي ـ حرکتي ستونزه ده چې د مغز د زیانمنېدو یا د ودې د اختلال له امله رامنځته کېږي او د بدن پر حرکت، تعادل او همغږۍ اغېز کوي. دا ستونزه ډېری وخت په ماشومتوب کې څرګندېږي او شدت او نښې یې له یوه کس څخه تر بل توپیر لري.

د اکټوبر شپږمه په ۲۰۱۲ کال کې په اسټرالیا او امریکا کې د دماغي فلج په برخه کې د فعالو بنسټونو له‌خوا د دماغي فلج د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. د دې ورځې موخه د دماغي فلج په اړه د عامه پوهاوي زیاتول، د اغېزمنو کسانو د حقونو او ګډون ملاتړ او روغتیايي او بیارغونې خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي ټینګار دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د دماغي فلج څه‌باندې ۱۰ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*