
د پوهنې وزارت له لوري له لسم ټولګي پورته د رشته بندۍ پلي کول
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، د دې سیمنار موخه په ښوونځیو کې د رشته بندۍ د پلي کېدو لپاره د اړینو لارښوونو وړاندې کول وو.
د پوهنې وزیر هم د ښوونیز نظام د هر اړخیز پرمختګ لپاره شته فرصتونه تر ټولو غوره بللي او له عالمانو، استادانو او ښوونکو یې غوښتنه کړې چې د دیني او عصري علومو د کیفیت په ښه والي، پیاوړتیا او پراختیا او دغه راز د زدکوونکو د فکري، ښوونیزې روزنې او بیدارۍ لپاره جدي هڅې وکړي.
د پوهنې وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:« د پوهنې وزارت مسوولینو د ۳۹ منځنیو ښوونځیو د رشته بندۍ د طرحې، موخو، اهمیت او د پلي کېدو د میکانیزم په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دې طرحې عملي کېدل به د زدکوونکو د وړتیاوو، لیوالتیا او ښوونیزو رشتو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځته کړي.»
د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل وایي:«دا موضوع هم د کیفیت له پلوه اغېز لري او هم د زدکوونکو پر فکري وده مثبت تاثیر کوي، ځکه چې دوی کولی شي په خپله خوښه رشته کې زدکړه وکړي او پرمختګ وکړي.»
د چهارشنبې په ورځ د پنجشېر د والي ویاند هم طلوع نیوز ته ویلي وو، د پوهنې وزارت هغه پرېکړه چې له لسم ټولګي پورته زدکوونکي کولی شي خپله خوښه رشته انتخاب کړي، په ازمایښتي ډول به لومړی د دې ولایت د رخه عالي لیسې کې عملي شي او زدکوونکي به د خپلو وړتیاوو له مخې د خپلې خوښې څانګه ټاکي څو د لیسانس دورې لپاره بشپړ چمتو شي.
د پوهنتون استاد یو بل استاد ذکي الله محمدي وایي:« دا یو ډېر مثبت ګام دی، په دې شرط چې له نړیوالو معیارونو سره همغږی او بریالی وي. موږ باید داسې نصاب وټاکو چې د لوړو زدکړو او زدکوونکو سره مرسته وکړي، نه دا چې داسې نصاب وي چې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.»
په ورته مهال، یو شمېر زدکوونکو او زدکړیالانو د پوهنې وزارت له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د زدکوونکو د استعدادونو د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک ګام بللی دی.
یو تن زدکړیال ابراهیم وایي:«په ښوونځیو کې له لسو تر څوارلسو مضامینو تدریس کېږي، دا موضوع کولی شي د زدکوونکو ذهن ګډوډ کړي. د دې کار پلي کول ښه دي، ځکه چې د زدکوونکو تمرکز په یوه ځانګړې برخه کې راټولېږي.»
دغه راز یو زدکوونکی محمد ادریس بیا وایي:« موږ له دې اقدامه خوشحاله یوو، ځکه چې یو زدکوونکی کولی شي په هغه رشته کې پرمختګ وکړي چې علاقه ورسره لري؛ یعنې کله چې له لسم ټولګي فارغ شي، مستقیم په خپله خوښه رشته کې زدکړو ته دوام ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې څو ځله کورنیو او زدکوونکو د ښوونیز نظام د کیفیت د ښه والي او له نړیوالو معیارونو سره د هغه د برابرولو غوښتنه کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "د پوهنې وزارت له لوري له لسم ټولګي پورته د رشته بندۍ پلي کول"