د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د سرطان د ناروغانو خپرې شوې شمېرې رد کړې

💬0

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د سرطان د ناروغانو خپرې شوې شمېرې رد کړې

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسوولین هېواد کې پر دغې ناروغۍ د ۱.۵ میلیونه کسانو د اخته کېدو په اړه خپرې شوې شمېرې رد کړي او وایي، له دې کم کسان هېواد کې پر سرطان ناروغۍ اخته دي. 

د افغانستان د سرطان بنسټ په هېواد کې  د سرطان پر بېلابېلو ډولونو د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیون ډېر اعلان کړی دی.

خو د سرطان د کنټرول ملي پروګرام بیا وایي، د طبي خدمتونو پرمختګ او د تشخیص او درملنې د مرکزونو رامنځته کېدو سره، په تېرو لسو میاشتو کې ۳۰۰ ناروغان د شعاعي درملنې یا راډیوګرافۍ لپاره له هېواده بهر تللي دي.

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام تخنیکي مرستیال خالداحمد خالد طلوع‌نیوز ته و ویل: «کومې شمېرې او خبرونه چې خپاره شوي، موږ یې ردوو او ناسم یې بولو؛ ځکه د سرطان د کنټرول ملي پروګرام دنده لري چې دا شمېرې راټولې او وړاندې کړي. اوس هم د ناروغانو د کره شمېر د راټولولو بهیر روان دی.»

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام عمومي مسوول مختاراحمد امیر و ویل: «موږ له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او هېوادونو غواړو، لکه څنګه چې نورو ناروغانو ته پاملرنه کیږي، د سرطان ناروغانو ته هم پاملرنه وشي. لکه څنګه چې پوهیږو، دا یوه نړۍواله موضوع ده او هره ورځ د ناروغانو شمېر زیاتیږي. له موږ سره دې د ډاکټرانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وشي.»

په دغو ناروغانو کې ۶۱ کلن عبدالغفار هم د مرۍ په سرطان اخته دی او د پنځم ځل کیموتراپي لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته راغلی دی.

هغه وایي، د ناروغۍ درملنې یې څو میاشتې وخت نیولی و او ورته سپارښتنه شوې وه چې د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

عبدالغفار و ویل: «زما ستونی تر حنجرې یا مرۍ پورې ټپي شوی و، خواړه او اوبه مې نه تېرېدې او وینه ترې راتله.»

د ناروغ صالح پلار سیدمرجان و ویل: «راته یې و ویل، ماشوم دې د فرانسویانو روغتون ته یوسه. هلته یې نمونه واخیسته او ۱۴ ورځې وروسته چې پایلې راو وتلې، راته یې و ویل چې د سرطان د درملنې ملي روغتون ته لاړ شئ. دلته راغلم، نن یې شپږم واکسین واخیست او اوس د پخوا پرتله ښه شوی دی.»

په دې روغتون کې د ناروغانو کورنۍ د سي‌ ټي ‌سکن خدمتونو ته د لاسرسي او ډاکټران د شعاعي درملنې د اسانتیاو غوښتنه کوي.

د ناروغ خپلوان، الله‌ نظر و ویل: «په بهر کې یو سي‌ټي‌سکن اووه یا اته زره افغانۍ لګښت لري. موږ بې‌وزله خلک یو او وس یې نه لرو. دا برخه باید په همدې روغتون کې وي.»

د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسوولین وایي، اوس مهال په هېواد کې د سرطان د درملنې په برخه کې پنځه مرکزونه فعال دي.

د دوی په خبره، یوازې د کابل د سرطان د درملنې په ملي روغتون کې هره ورځ د سرطان شاوخوا ۳۰۰ ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د سرطان د ناروغانو خپرې شوې شمېرې رد کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*