
د سوداګرۍ او صادراتو زیاتوالی؛ د افغانستان اقتصاد لا هم پر وارداتو ولاړ دی
د افغانستان بهرنۍ سوداګري په تېر یوه کال کې وده کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې د هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان صادرات هم ۰.۹ سلنه لوړ شوي او یو میلیارد او ۷۲۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
سره له دې چې سوداګري او صادرات زیات شوي، افغانستان لا هم پر وارداتو تکیه لري.
د افغانستان ډېری سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، اوزبېکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره شوې ده. ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه او هند د افغان صادراتو تر ټولو لوی بازار پاتې شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سوداګرۍ او صادراتو زیاتوالی یو مثبت پرمختګ دی.
د دغې خونې په وینا، هڅې روانې دي څو د سوداګریزو اړیکو د پراخولو ترڅنګ د افغانستان د صادراتو ونډه هم زیاته شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو آمر، احسانالله احسان، وویل: «خصوصي سکټور او حکومت په ګډه هڅه کړې چې د افغانستان سوداګري پر یوه مسیر متکي نه وي. د همدې هڅو په پایله کې د هېواد سوداګریزې اړیکې د منځنۍ اسیا ترڅنګ نورو بازارونو ته هم پراخې شوې، چې دا یو مثبت پرمختګ دی.»
یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي، د کورني تولید زیاتوالی، د پانګونې راجلبول او د صادراتي بازارونو پراخول د وارداتو پر وړاندې د هېواد د اتکا د کمولو لپاره مهم دي.
اقتصادي کارپوه عبدالظهور مدبر وویل: «د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید کورنی تولید او ناخالص کورنی تولید لوړ شي، څو د سوداګرۍ بېلانس مثبت شي. تر هغه چې کورنی تولید د بازار غوښتنې پوره نه کړي، افغانستان به لا هم وارداتو ته اړتیا ولري.»
د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ دا وده داسې مهال ثبت شوې چې هېواد لا هم د سوداګرۍ له کسر سره مخ دی
لومړی نظر وکړئ on "د سوداګرۍ او صادراتو زیاتوالی؛ د افغانستان اقتصاد لا هم پر وارداتو ولاړ دی"