د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي د هرات پر يوه “جومات بريد کې ښکېل د داعش” غړي يې نيولي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات کې یې د داعش ډلې یو شمېر غړي نیولي دي.

د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، د داعش ډلې له نیول شویو غړیو څخه یې “ځانمرګي واسکټونه” او یوه اندازې وسلې هم تر لاسه کړې دي.

ښاغلي قانع بي بي سي ته وویل، دغو کسانو موده وړاندې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې پر یوه جومات برید کې هم لاس درلود.

نوموړی وايي، “هغه خارجي فتنه ګر يعنې داعشيان چې په څو بريدونو کې يې لاس درلود، الحمدالله زموږ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي. “

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په هرات کې د نیول شویو داعشیانو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو د المرصاد په نامه یوې ویبپاڼې چې تر ډېره د داعش ډلې اړوند مطالب خپروي، د خپلو سرچینو له خولې ویلي، د هرات دا شبکه د “پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعشیانو د عملیاتي څانګې له لوري رهبري کېده” او ځینو نیول شویو غړو یې په دې وروستیو کې بلوچستان ته تګ راتګ کړی و.

د تېرې ثور میاشتې په لسمه د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان په جومات کې پر شعیه لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی و چې مسوولیت یې داعش ډلې منلې و.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هغه وخت وویل، په دغه برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ عبادت کوونکي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د شعیه ګانو پر جومات یاد برید غندلی و او پر خپله ایکس پاڼه یې لیکلي و چې د برید په اړه څېړنې، د عاملانو نیول او د شیعه وګړو د خوندیتابه په تړاو د ګامونو اخیستل بېړنۍ اړتیا ده.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ هم د یادې پېښې د غندنې تر څنګ د غسې بریدونو پر مخنیوي ټینګار کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي د هرات پر يوه “جومات بريد کې ښکېل د داعش” غړي يې نيولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*