د طالبانو کابل امنیه قوماندانۍ: الله ګل مجاهد د قتل په یوه قضیه کې تورن او نیول شوی

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، الله ګل مجاهد د سعدالله د وژنې په یوه قضیه کې تورن پېژندل شوی او د محکمې تر حکم پورې به بندي وي.

خالد ځدراڼ ویلي؛ الله ګل مجاهد د یوه کس د وژلو په تور نیول شوی او دا مهال د پولیسو په بند کې دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د یو کس د وژلو په قضیه کې تورن پېژندل شوی.

د ځدراڼ په خبره، ثبوتونو ته په کتو یې دمګړۍ یې الله ګل مجاهد بندي کړی او د محکمې تر حکمه په بندخونه کې وي.

الله ګل مجاهد د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړی و، نوموړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته پناه یوړه او هلته تر یوې مودې پاتې کېدو وروسته د طالبانو له لوري د جوړ شوي له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون له لارې بېرته افغانستان ته راغلی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو کابل امنیه قوماندانۍ: الله ګل مجاهد د قتل په یوه قضیه کې تورن او نیول شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*