د غزني نابینا خبریال له لس کلونو راهیسې د معلولینو د حقونو لپاره مبارزه کوي

💬0

د غزني نابینا خبریال له لس کلونو راهیسې د معلولینو د حقونو لپاره مبارزه کوي

محمد رضا ذهین په غزني کې هغه نابینا خبریال دی چې له معلولیت سربېره، د راډیويي خپرونو د چمتو کولو وړتیا لري او له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د معلولینو د حقونو خوندیتوب لپاره غږ پورته کړی دی.

محمد رضا ذهین په دوه کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د سترګو لید له لاسه ورکړی، خو دغه فزیکي محدودیت هغه د ژوند له تیارو سره له مبارزې نه دی راګرځولی.

محمد رضا ذهین طلوع نیوز ته و ویل: «هېڅ وخت زه ارامه نه یم، باید تل کار وکړم، مطالعه کوم، لیکنې کوم او کار کوم. دا هغه احساس دی چې خدای راکړی او دا هغه څه دي چې زه کولای شم خپلې خبرې تر نورو ورسوم.»

ذهین وایي، د معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې ناسم باورونه او ځینې وخت توپیري چلن هغه اړ کړی چې رسنیز ډګر ته راشي او له دې لارې د معلولینو د حقونو خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي او وښيي چې معلولیت د ناتوانۍ په مانا نه دی.

ذهین له اسلامي امارت غواړي چې د هغه او نورو معلولینو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

دغه نابینا خبریال زیاته کړه: «دا زموږ حق دی چې د ټولنې د غړو په توګه د ټولنې په چارو کې ونډه ولرو. او هیله لرم چې یوه ورځ زموږ د کار حق هم په رسمیت وپېژندل شي او موږ ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شي.»

غزني کې خبریال، عبدالحق وصال و ویل: «د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې ذهین ته د کار زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي.»

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د معلولینو د حقونو خونديتوب او ملاتړ ته ژمن دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار و ویل: «د غزني سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي چې د کاري زمینې د برابرولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د معلولینو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.»

محمد رضا ذهین له تېرو لسو کلونو راهیسې رسنیز فعالیت کوي او د یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو سربېره د غزني له ملي راډیو ټلوېزیون سره هم د اوږدې مودې لپاره همکار پاتې شوی.

هغه دا مهال د خپل کور له کوچنۍ خونې د یوې ځایي رسنۍ لپاره خپرونې چمتو کوي، خو په خبره یې عواید یې خورا کم دي او له ثابت معاش او کاري خوندیتوب بې برخې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غزني نابینا خبریال له لس کلونو راهیسې د معلولینو د حقونو لپاره مبارزه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*