د لاسرسي ننګونې او پرمختګونه؛ د اپریل وروستۍ اونۍ د واکسینو اونۍ ده

💬0

د لاسرسي ننګونې او پرمختګونه؛ د اپریل وروستۍ اونۍ د واکسینو اونۍ ده

د اپریل میاشتې وروستۍ اوونۍ د واکسیناسیون له اوونۍ سره برابره ده.

د “واکسین نړیوالې اوونۍ” له نمانځنې سره هم‌مهاله، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له ۱۹۷۴ کال راهیسې د واکسین له لارې تر ۱۵۰ میلیونو د ډېرو کسانو ژوند ژوغورل شوی، له ۳۰ څخه د زیاتو خطرناکو ناروغیو او انتاناتو مخنیوی شوی او په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا شل میلیونه ماشومان له واکسین څخه بې ‌برخې شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: « واکسینونه له ډېر پخوا راهیسې د عامې روغتیا له پیاوړو وسایلو څخه دي. په تېرو ۵۰ کلونو کې، واکسینونو تر ۱۵۰ میلیونه د ډېر کسانو ژوند ژغورلي دي؛ دا کار تصادفي نه وو، ځکه چې خلکو پرېکړه وکړه خپل ځانونه، خپل ماشومان او خپلې ټولنې د شري یا سرخکان، دیفتریا، تورې ټوخلې، د ماشومانو ګوزڼ یا فلج او نورو ویروسونو پر وړاندې وساتي.»

خو یو شمېر ډاکتران ټینګار کوي چې د ټولنې ټول قشرونه، په ځانګړي ډول ښځې او میندې، باید د واکسین په پلي کېدو کې جدي همکاري وکړي.

ډاکټره، نجم‌ السما شفاجو وايي: « پر دې واکسین د نړۍ روغتیايي سازمان کار کوي، له څو پړاونو تېرېږي او د انسانانو د ګټې او روغتیا لپاره کارول کېږي؛ نو ځکه ښځې او نجونې باید له دې واکسینونو استفاده وکړي.»

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزیر هم د واکسین، په ځانګړي ډول د پولیو، په پلي کېدو کې د یو شمېر ملا امامانو او خلکو د نه همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
روغتیايي کارکوونکي د واکسین د پوښښ پر پراخولو او د عامه پوهاوي پر زیاتولو ټینګار کوي.

فرزانه قادري چې یوې روغتیايي کارکوونکې، په دې اړه و ویل: «له بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي، خلک قانع کړي چې واکسین وکړي؛ ځکه واکسین د دوی او د هغوی د ماشومانو لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.»

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) طلوع ‌نیوز ته ویلي چې په تېر زیږدیز کال کې یې د سرخکان او پولیو د ژوند ژغورونکو واکسینونو په پلي کېدو کې له ۱۱ میلیونه ډېرو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ملاتړ کړی او همدارنګه یې له ۱.۶ میلیونه زیاتو نویو زیږېدلو ماشومانو ته اړین واکسینونه برابر کړي، څو د دیفتریا، تورې ټوخلې، تیتانوس، تور زیړي او انفلونزا مخنیوی وشي.

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست استازی، چارلز انزواکي وايي:« د واکسین په دې نړیواله اوونۍ کې، یونیسف ژمنه کوي چې ډاډ ترلاسه کړي هر ماشوم د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې خوندي وي او د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج پر ضد مبارزه کې پرمختګ وشي. یونیسف به دغه راز په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د سراسري واکسین خدمتونو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو هر ماشوم د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې خوندي وي.»

د اپرېل میاشتې وروستۍ اوونۍ هر کال د خلکو د پوهاوي د لوړولو، واکسین ته د عام لاسرسي د پراخولو او د مخنیوي وړ ناروغیو د کمولو په موخه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسین نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د لاسرسي ننګونې او پرمختګونه؛ د اپریل وروستۍ اونۍ د واکسینو اونۍ ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*