د مایکل جورډن لوبیز بوټان په ۲٬۲ میلیون ډالرو وپلورل شول

د مایکل جورډن لوبیز بوټان په ۲٬۲ میلیون ډالرو وپلورل شول
د مایکل جورډن لوبیز بوټان په ۲٬۲ میلیون ډالرو وپلورل شول

د باسکټبال ستوري مایکل جورډن یوه جوړه لوبیز بوټان په یوه لیلام کې په ۲٫۲ میلیون ډالرو (۱٫۷ میلیون پونډه) وپلورل شول، چې دا تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوي بوټان ګڼل کېږي.

دغه بوټان چې سوتبیز یې ارزښت د دوو میلیون تر څلور میلیونه ډالرو اټکل کړی و،‌ په لیلام کې د جورډن د شخصي توکو تر ټولو په لوړ قېمت پلورل شوي شخصي ‌توکي دي.

په ۱۹۹۸ کال د مسلکي باسکټبال لوبغاړو پایلوبه کې د هغه اغوستل شوی کمیس په ۱۰٫۱ میلیون ډالرو وپلورل شول.

دا وروستی خرڅلاو د جورډن لوبیز اهمیت په ډاګه کوي.

په سوتبیز کې یوه چارواکي براهم واچر وویل: “نننۍ پایله دا په ډاګه کوي چې د مایکل جورډن لوبیز یادښتي توکي لا هم تر اټکل ډېر لوړ ګڼل کېږي.”

د جورډن پخواني بوډان په ۱٫۴۷ میلیون ډالرو په ۲۰۲۱ کال کې پلورل شوي‌وو.

د سې شنبې په ورځ دغه پلورل شوي بوټان د باسکټبال ستوري په ۱۹۹۷ او ۹۸ کلونو کې شیکاګو کې د وروستۍ اتلولۍ د موسم پرمهال پر پښو کړي وو.

جورډن دا بوټان داسې مهال پښو کړل چې د امریکا ۱۹۹۸ کال پایلوبې لړۍ په ۲ لوبه کې یې ۳۷ نومرې واخیستې.

اړوند موضوع: د لوبغاړي مایکل جورډان بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه ډالرو بدل کې وپلورل شول

د باسکټبال امریکايي ستوري مایکل جورډن یوه جوړه کارول شوي سپورتي بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه امریکايي ډالرو بدل کې لیلام شوي دي.

جورډن د نایک شرکت جوړ شوي بوټان له شیکاګو بلز لوبډلې سره لومړی ځل د لوبې پر مهال ۱۹۸۴ کال کې پر پښو کړی وو.

همدا کال و، چې نایک شرکت له جورډان سره د یوې هوکړې له مخې د داسې سپورتي بوټانو او یونیفورم چمتو کول پیل کړل، چې د نوموړي لاسلیک پرې ټومبل کېده.

د یوه جوړه داسې بوټانو لپاره چې د لوبې پر مهال پښو شوي، دا بیه د لوبو اړوند بوټانو په تاریخ کې تر اوسه مخینه نه لري. جورډن ته ګڼ کسان د باسکټبال د تاریخ بې ساري لوبغاړي په نظر ګوري.

نوموړي د خپل سپورتي فعالیت ډېره برخه له همدې شیکاګو بلز نومې لوبډلې سره تېره کړه او داسې باور کېږي، چې په نړیواله کچه یې د این بي اې په ځلولو کې ونډه خورا جووته ده.

جورډن چې په ۲۰۰۳ کال کې متقاعد شو، د سپورت نړۍ له خورا مهمو شخصیتونو یو بلل کېږي، او دغه راز د این بي اې په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی بلل کېږي، چې میلیاردونه ډالره عاید یې وموند.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مایکل جورډن لوبیز بوټان په ۲٬۲ میلیون ډالرو وپلورل شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*