د ملګرو ملتونو مرستیال: افغانستان کې مو هیلې له منځه تللي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرفټس وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته یې چې کومې هیلې او کومې لیکلې ژمنې لرلې چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره څنګه مخ ته لاړه شي، هغه هیلې له منځه تللي دي.

مارتین ګرفټس د سه شنبې په ورځ جون څلورم (جوزا ۱۵) په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته کابل ته د خپل سفر او د طالبانو له مشرانو سره د لیدو کتو او خبرو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل: “ما په افغانستان کې په یوه او یا بله بڼه یو عمر کار کړی او مونږ ځینې هیلې لرلې، په واقعیت کې مو ځینې لیکلې ژمنې هم لرلې چې طالبانو سره څنګه مخ ته لاړ شو خو دا هیلې ټوټه ټوټه شوي دي”.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش مرستیال په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په ګډون محدودیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په تړاو یو د بل پسې فرمانونه او کړنلارې اعلان کړي دي.

هغه وویل چې د طالبانو سره پر دغو مسلو د افغانانو په استازیتوب د نړیوالې ټولنې خبرې لا هم روانې دي.

د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې طالبانو په تیرو نږدې دریو کلنو کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د محدودولو او ځپلو لپاره له ۵۰ څخه زیات فرمانونه صادرکړي دي.

په دغو فرمانونو او کړنلارو کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون د هغوی د حرکت ازادي، د عقیدې او بیان ازادي، کاري فرصتونو، سیاسي او عمومي استازیتوب او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی به جدي ډول محدود شوی دی.

ملګرو ملتونو او یو شمیر لویدیځو هیوادونو په پرله پسې ډول د طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګیدلي محدودیتونه دې لغوه کړي، خو د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼلې او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې ددغه هیواد په کورنیو مسلو کې دې له لاس وهنې ډډه وکړي.

همداشان د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته دا حکومت ژمن دی او د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز هم دایمي نه دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) غړو هیوادونو او ددغه سازمان اسیايي متحدینو استازو د دوشنبې په ورځ جون درېیم (جوزا ۱۴) په ویانا کې ددغه سازمان په نوښت یوه غونډه کې د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار ته د لاس رسي په برخو کې په پرتو ګواښونو او د سیمې پر امنیت باندې ددغو ګواښونو د اغیزو په تړاو خبرې کړي دي.

ددغه سازمان په یو راپور کې ویل شوي: “ګډون کوونکو هغو جدي ګواښونو باندې رڼا واچوله چې افغان میرمنې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار ته د لاس رسي په برخو کې ورسره مخ دي او په سیمیز امنیت باندې ددغو ګواښونو د اغیزو په اړه خبرې وکړې. وینا کوونکو د افغان میرمنو د ځواکمنیدو او د جنسیت د برابرۍ د ودې لپاره د تلپاتې پرمختګ او سولې د اړینو اجزاو په توګه د نړیوالو هڅو یادونه وکړه.”

مارتین ګرفټس په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هیلو د ټوټه ټوټه کیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د جون د روانې میاشتې ترپایه له خپلې دندې ګوښه شي.

هغه وویل چې د طالبانو د حکومت سره چې نړیوالې ټولنې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون په یو شمیر مسلو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راوروسته کومې خبرې پیل کړي لا هم روانې دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*