د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د نجونو زده‌کړې باید څنډې ته نه شي

💬0

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د نجونو زده‌کړې باید څنډې ته نه شي

له اسلامي امارت سره د یو شمېر هېوادونو د خبرو اترو له دوام سره هم‌مهاله، د نړیوالو زده‌کړو برخې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون له هغو حکومتونو غوښتي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په خبرو کې د نجونو د زده‌کړو موضوع هم د مذاکراتو په اجنډا کې شامله کړي.

نوموړی وايي، یو شمېر حکومتونو د اسلامي امارت د واکمنۍ واقعیت منلی او ورسره یې خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي؛ خو د ده په باور، په دغو تعاملاتو کې باید د نجونو د زده‌کړو موضوع څنډې ته نه شي.

 نړیوالو زده‌کړو برخې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي: «هغه هېوادونه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، کولای شي کندهار او کابل ته د پلاوو په استولو او همدارنګه په ګډ اقدام سره لا ډېر فشار وارد کړي. زه هغوی د طالبانو د انتقاد لپاره نه په نښه کوم؛ بلکې ځکه یې پر رول ټینګار کوم چې زما په باور، هغوی پر هغه نظام د اغېز کولو لپاره په غوره دریځ کې دي چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت په دیني دلایلو توجیه کوي.»

په همدې حال کې، د «زده‌کړه انتظار نه شي کولای» صندوق اجرائیه مشره مایسا جلبوت وايي، له محدودیتونو سره سره په افغانستان کې زده‌کړې نه دي درېدلې.

نوموړې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د زده‌کړو مالي مرستې هغو ماشومانو ته ورسوي چې په سختو شرایطو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

د «زده‌کړه انتظار نه شي کولای» صندوق اجرائیه مشرې مایسا جلبوت زیاته کړه: «په غزه، سوډان او افغانستان کې خلک دې ته نه دي منتظر پاتې شوي چې نړیواله ټولنه زده‌کړې پیل کړي یا ماشومان بېرته ښوونځیو ته ستانه کړي. ښوونکي په غزه کې پر کنډوالو، په سوډان کې په خېمو او په افغانستان کې په زېرزمینیو کې تدریس کوي.»

هم‌مهاله، د ایرلنډ لومړي وزیر میشل مارتین د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره کړې او له هغوی سره یې د نړیوالې ټولنې پر دوامدار پیوستون ټینګار کړی دی.

د ایرلنډ لومړي وزیر میشل مارتین وویل: «موږ باید اجازه ور نه کړو چې په رسنیو کې د سرلیکونو نشتوالی د اقدام د نشتوالي په معنا وي. د افغانستان ښځې ورکې شوې نه دي او له هغوی سره زموږ پیوستون هم باید له منځه ولاړ نه شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د نجونو زده‌کړې باید څنډې ته نه شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*