نړۍ سره د افغانستان بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو لارنقشه

د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په درېیمه سپارښتنه کې ویل شوي چې افغانستان باید په نړۍوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي.

په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د نړۍوالې ټولنې او د افغان سیاستوالو د منسجم سیاسي مشارکت د بهیر پر پیل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه منسجم تعامل باید د یوې لار نقشې له مخې پلی شي.

په نړۍوال نظام کې د افغانستان د دولت د بیا ادغام لپاره د انتونیو ګوترش لار نقشه پر دغو مواردو راڅرښي: «نړۍوالو تړونونو ته د افغانستان ژمنتیا
د افغانانو ترمنځ یوه سیاسي بهیر ته د ټولو رابلل چې پایله یې جامع اساسي قانون شي
د افغانستان له دولت سره د نړۍوالې ټولنې د نورمالو اړیکو لامل شي.»

د ښځو حقونو فعالې، ثریا پیکان و ویل: «ټولې نظریې یوازې پر یو کاغذ لیکل شوې دي، دا هغه یو اقدام دی چې تازه پیل شوی دی. پوښتنه دا ده چې، د لارنقشه چې د افغانستان خلکو غوښتنه هم ده او له نړۍوالې ټولنې یې کړې هم ده د سرپرست حکومت له لوري به عملي شي او که نه.»

په دغه ارزونه کې له سرپرست حکومته هم دا غوښتنې شوې دي.

«باید پر نړۍوالو قوانینو او د نړۍوالې ټولنې کنوانیسیونونو عمل وکړي.
له جنسیتي مسایلو پرته ټولو هېوادوالو ته د سیاسي ګډون، بیان ازادۍ، د کار حق او لومړني خدمتونه وړاندې شي.
د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې ته درناوی و شي د کار او زده کړو په برخو کې د ښځو حقونو ته پام وشي.»

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج طلوع نیوز ته و ویل: «دا یوه خپلواکه ارزونه ده او د افغانستان حکومت ته یې پیغام دا دی چې په دې موده کې په مهمو مسایلو کې پرمختګ نه دی شوی. د نجونو ښوونخي، ښځو ته د کار حق، حکومت کې د ډېرو خلکو ګډون هغه موارد دي چې پرمختګ په کې نه دی شوی.»

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو موضوع هم ځکه وړاندې شوې چې په پایله کې یې ټول ګډونه حکومت رامنځته شي.

انتونیو ګوترش زیاته کړې چې د افغانانو ترمنځ دغه خبرې اترې باید د ټولو ښکېلو غاړو په حضور کې وشي څو د ټول ګډونه حکومت لپاره لار هواره شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «په نړۍ کې ډېر هېوادونو دي چې د حکومت بېلابېل ډولونه لري، افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې له ځان سره خپل نظام لري. نور دې پر موږ شرطونه نه ږدي، موږ د دوی له رسمیت پیژندنې پرته هم ژوند کولی شو او اوس هم موږ له ډېرو هېوادونو سره تعامل کوو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي او کاري ډلې یې له ۷ میاشتنیو لیدنو او د اسلامي امارت له ټولو ښکېلو غاړو سره د خبرو اترو په پایله کې دغه ارزونه چمتو کړې او بیا یې د امنیت شورا ته  استولې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د روان کال د مارچ په ۱۶مه د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي و چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه وکړي او بیا یې دوی ته وړاندې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړۍ سره د افغانستان بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو لارنقشه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*