د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي

د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي
د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي

په ایټالیا کي د افغانستان سفارت مسؤلان وايي، د یونان سواحلو ته نژدې د کښتۍ له ډوبېدو وروسته، ډېر افغانان د خپلوانو په اړه معلومات غواړي او تر اوسه پوري د ۳۲ افغان مهاجرو جسدونه پيژندل سو ي دي.

نجلا کریمي او کورنۍ يې د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کي اوسي، له هغه راهیسي چي د یونان سواحلو ته نژدې د کډوالو د یوې لېږدونکي کښتۍ د ډوبېدو خبر يې اورېدلی، په سرو اوښکو ناست دي.

د نجلا کریمي د ماما لور له خپل مېړه او ماشوم سره د ترکيې څخه ایټالیا ته روان ول چي کښتۍ يې په دریابي اوبو کي ډوبه سوه. د نجلا کریمي کورنۍ تر اوسه په دغو خپلوانو نه ده خبره، مګر په دې باوري دي چي هغوی په دې پېښه کي مړه سوي دي.
نجلا وایی: «موږ پرون خبر سولو، هغه کښتۍ چي زموږ د ماما لور پکښي ایټالیا ته تله، پر لار ډوبه سوې او دوی پکښي مړه سوي دي، خو د جسدونو په موندولو يې تر اوسه موږ خبر نه یوو.»

نوموړې د خپلو دغو خپلوانو د هغو سختو شرایطو په اړه کیسه راته کوي، چي کډوالۍ ته يې اړ کړي ول: «زما د ماما لور، یو ماشوم او مېړه يې له دې وروسته چي په افغانستان کي يې د ژوند چاري ستونزمني سوې، نو له ناچارۍ څخه يې د اورپا تګ ته ملا وتړله، تر څو له دې لاري وکولای سي ارام ژوند وکړي او د ماشوم راتلونکی یې تضمین سي، خو له بده مرغه خپلي موخي ته د رسیدو پر ځای يې ژوند له لاسه ورکړ.»

نجلا کریمي وايي، د ماما لور يې په دې پوهېده چي غیري قانوني کډوالي خطرناکه ده، خو په افغانستان کي د سختو شرایطو له امله يې زړه راغونډ کړ، چي دغه لار غوره کړي.

اوسمهال په افغانستان کي ډېري کورنۍ په دغسي غمجن حالت کي دي، دوی یوازي دومره پوهیږي چي خپلوان يې په یوه کښتۍ کي له ترکيې څخه ایټالیا ته روان سوي دي، خو له برخلیک څخه نور معلومات نه لري. 

اندېښمني کورنۍ د معلوماتو په لټه کي دي

په ایټالیا کي د افغانستان سفیر خالد ذکریا دویچه ویله ته وویل، په لسهاوو کورنۍ د خپلو خپلوانو په معلوماتو پسي ګرځي: «تر اوسه موږ ته د قربانیانو د خپلوانو له خوا د واټساپ او برېښنالیک ۷۰ پیغامونه رارسېدلي دي.»

دا چي تر اوسه لا په دې پېښه کي د قربانیانو جسدونه په بشپړه ډول نه دي پېژندل سوي، نو ځکه په ایټالیا کي د افغانستان سفارت مسؤلانو دغو افغانانو ته ځوابونه نه دي ویلي، ان دا چي لا تر اوسه دا هم نه ده څرګنده، چي په پېښه کي څومره افغانان مړه سوي دي.

ایټالیا | د کروټون په ساحل کې د کښتۍ په ټکر کې مړ شو

د ژغورونکو ډلي د چهارشنبې په ورځ د یوې کوچنۍ نجلۍ مړی په اوبو کي پیداکړ او په دې ډول د پيښي د ټولو قربانیانو شمېره ۶۷ تنو ته ورسېد، د ډوبي سوي کښتي ۸۰ سپرلۍ ژغورل سوي دي.

ځیني سرچینې د دې لرګیني کښتۍ سپرلي ۱۴۰ یادوي او نوري سرچینې بیا د دې کښتۍ سپرلۍ ۲۰۰ تنه ګڼي.

د افغان حکومت د باندنیو چارو وزارت وايي، د ایټالیا په سواحلو کي په ډوبه سوې کښتۍ کي ۸۸ افغانان مړه سوي دي، خو معلومه نه ده چي دوی یاد معلومات له کومه کړي دي، په داسي حال کي چي د ایټالیا مسؤلانو په دې پېښه کي د ۶۷ تنو د ډوبیدو خبره تائید کړې ده.

په ایټالیا کي د افغانستان سفارت وايي، تر اوسه د افغان ډوب سویو قربانیانو شمېره نه ده معلومه. خالد ذکریا دویچه ویله ته وویل، د دې پيښي د څېړني په موخه به ډېر ژر یو پلاوی سیمي ته ولېږل سي.

ذکریا وايي: «ټاکل سوې ده چې نن شپه یا سبا زه له څو تنو همکارانو سره د دغي موضوع د څېړني، د افغان کډوالو د کره شمېرې معلومولو او افغانستان ته د هغوی د جسدونو د وړولو په موخه د پيښي ځای ته ولاړ سوو.»

ایټالیا کلابریا Cutro | د کښتۍ حادثه چې ډیری یې وژلي

په ایټالیا کي د افغانستان سفیر زیاته کړه: «د سفارت ټول کار کوونکي شپه او ورځ په دې تلاښ کي دي چي له دې غمجني پيښي څخه ژغورل سویو کسانو ته پر وخت رسیدګي وکړي او له بله اړخه زموږ ټینګار پر دې دی، چي د افغانانو مړي په ایټالیا کي ښخ نه کړل سي او جسدونه يې په افغانستان کي خپلوانو ته وسپارل سي.»

د افغان حکومت د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل پر خپله ټویټر پاڼه په ویډیويي پیغام کي له مرستندویه بنسټونو په ځانګړي ډول له سور صلیب څخه غوښتي دي چي د افغان ډوب سویو کډوالو د جسدونو په پېژندنه او افغانستان ته په لېږلو کي همکاري ورسره وکړي.

ایټالیا کلابریا Cutro | د کښتۍ حادثه چې ډیری یې وژلي

که څه هم تر اوسه په دې پېښه کي د افغان قربانیانو شمېره نه ده معلومه، خو په ایټالیا کي د افغانستان سفارت لومړني معلومات ښيي چي په دې پېښه کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون له ۵۰ څخه تر ۷۵ تنو پوري افغان کډوال مړه سوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د مهاجرو کښتۍ ډوبېدل؛ د ۳۲ افغانانو جسدونه پيژندل سوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*