د میندو د مړینې لوړې کچې په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه

💬0

د میندو د مړینې لوړې کچې په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه

د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، سره له دې چې افغانستان کې وروستیو کلونه کې د مور او ماشوم برخې ته پاملرنه زیاته شوې او اوس مهال له زېږون مخکې د پاملرنې کچه له ۳۱سلنې څخه ۷۶ سلنې ته او د زېږون پر مهال بیا د مسلکي روغتیايي ټیم حضور له ۲۴ سلنې څخه ۶۷ سلنې ته لوړ شوی.

 راپور کې راغلي، چې له دې ټولو سره سره، بیا هم میندې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال له جدي روغتیايي خطرونو سره مخ دي.

د دغه سازمان د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او د سلو زرو زېږنونو پر مهال ۵۲۱ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اعلامیه کې راغلي: «په داسې حال کې چې په ۲۰۰۰ م کال کې د هرو زرو زېږونونو پر مهال ۱۲۹ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکوو؛ خو په ۲۰۲۶ کال کې ۵۶ ته راټیټه شوې؛ خو د میندو مړینه لاهم لوړه ده.  په افغانستان کې، له هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو څخه ۵۲۱ میندې د مخنیوي وړ لاملونو لکه وینه بهېدنه، لوړ فشار، عفونت او ستونزمن زېږون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

ورته مهال، روغتياپاله، فریما سخي نورستانۍ وايي: «کله ناکله کورنۍ ناروغان ناوخته روغتیايي مرکزونو ته رسوي؛ په ځینو سیمو کې مناسب روغتیايي مرکزونه او اسانتیاوې نشته، چې دا ټول لاملونه د نورو عواملو ترڅنګ د میندو د مړینې سبب ګرځي.»

دغه راز، هېواد کې د نسایي او ولادي برخې متخصص ډاکټرانې په دې باور دي چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو زیاتوالی او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې هغوی ته د کار زمینې برابرول کولی شي د میندو د مړینې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

ډاکټره، راشفیقه حیدري وايي: «سره له دې چې د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې تړل شوې دي؛ خو موږ روزل شوي روغتیايي کارکوونکي لرو چې اوس ورته د کار فرصتونه برابر نه دي شوي. که د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي بنسټونو له لارې جذب او ولسوالیو ته واستول شي، نو کولی شي د امیندواره میندو د ستونزو مخه په وخت ونیسي او د میندو د مړینې کچه راټیټه کړي.»

سره له دې، چې د عامې روغتیا وزارت په دې اړه تازه څه ونه ویل؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د زېږون پرمهال یې د میندو مړینو مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د میندو د مړینې لوړې کچې په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*