
د مېټرونو وېش کې ځنډ؛ برېښنا شرکت: راتلونکو لسو میاشتو کې دا ستونزه حلوو
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په اوسنیو شرایطو کې د نورو برېښنا مېټرونو وېش پر ملي برېښنايي شبکې فشار زیاتوي.
د دغه شرکت په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي او تمه کېږي چې په راتلونکو لسو میاشتو کې د نویو مېټرونو د وېش زمینه برابره شي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، محمدصادق حقپرست، طلوعنیوز ته وایي: «اوس د یوه استوګنیز کور پر ځای یوه لوړپوړې ودانۍ جوړه شوې او په هره لوړپوړې ودانۍ کې لسګونه کورنۍ ژوند کوي. د برېښنا د کمښت له امله اوس ټولو کورنیو ته د مېټرونو وېش امکان نه لري. له مالکانو او ساختماني شرکتونو غواړو چې د ودانیزو چارو د لوړو لګښتونو ترڅنګ، د لمریزې برېښنا سیسټم هم په پام کې ونیسي، څو پر ملي برېښنايي شبکې فشار زیات نه شي.»
خو یو شمېر ښاریان وایي چې د برېښنا مېټرونو په وېش کې ځنډ غوښتونکو ته ستونزې جوړې کړې دي او دغه وضعیت د دې لامل شوی چې برېښنايي سیسټم له تخنیکي ستونزو سره مخ شي او د برېښنا په جریان کې ګډوډي رامنځته شي.
دوی همداراز د تخنیکي ستونزو د ژر هواري، د برېښنا د ستونزو د حل او د برېښنا شرکت د مسوولانو د پر وخت ځواب ویلو غوښتنه کوي.
د کابل یوه اوسېدونکي، یاوري، وویل: «هر استوګنیز واحد حق لري چې یو مېټر ولري او اړوندې ادارې باید دې موضوع ته رسېدنه وکړي.»
د دغو ستونزو ترڅنګ، د برېښنا شرکت د کارکوونکو له لوري د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی هم د ښاریانو له غوښتنو څخه دی.
په همدې حال کې، د برېښنا شرکت ویاند وایي، له هر هغه کارکوونکي سره به قانوني چلند وشي چې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې ناغېړي وکړي او یا له قانون څخه سرغړونه وکړي.
د برېښنا شرکت ویاند، محمدصادق حقپرست، په دې اړه زیاتوي: «که هر څوک د برېښنا له پېرودونکو غیرقانوني غوښتنه ولري، باید دغه شرکت ته خبر ورکړل شي. دا اداري فساد او سرغړونه ده او د دغه شرکت هر کارکوونکی چې دا کار وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.»
د برېښنا انرژۍ برابرول له بنسټیزو ښاري خدمتونو څخه دي او برېښنا ته منظم لاسرسی، په ځانګړې توګه د استوګنیزو ودانیو د زیاتېدو او د ښاریانو د اړتیاوو د پراخېدو له امله، لا ډېر اهمیت موندلی دی.
له یوې خوا، د برېښنايي شبکې د ظرفیت محدودیت او د برېښنا کمښت د نویو مېټرونو د وېش بهیر له ننګونو سره مخ کړی او له بلې خوا، ښاریان تمه لري چې د برېښنايي شبکې د پراختیا او د برېښنا د تولید او لېږد د ظرفیت د لوړولو ترڅنګ، تخنیکي ستونزې هم هوارې او د خدمتونو کیفیت په اغېزمنه توګه مدیریت شي.
لومړی نظر وکړئ on "د مېټرونو وېش کې ځنډ؛ برېښنا شرکت: راتلونکو لسو میاشتو کې دا ستونزه حلوو"