د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ د طبي تېروتنو پر مخنیوي ټینګار شوی

💬0

د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ د طبي تېروتنو پر مخنیوي ټینګار شوی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ناروغانو د خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي چې غیرې ساري ناروغۍ نه یوازې پر ناروغانو او د هغوی پر کورنیو، بلکې پر ټولنې او د هېواد پر اقتصاد هم اغېز کولای شي.

عبدالولي حقاني په ټول هېواد کې د یو شان روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او پراختیا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ناروغانو کورنۍ او د دغه وزارت همکار بنسټونه د ناروغانو د خوندیتوب په برخه کې بنسټیز رول لري.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل: «د ناروغ خوندیتوب یوازې د ډاکټر، نرس، قابلې یا نورو روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی؛ بلکې دا د روغتیايي ادارو، روغتیايي مسوولینو، ناروغانو، کورنیو، ټولنې او هغو همکارانو ګډ مسوولیت دی چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ونډه لري.»

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزي وویل: «درمل که څه هم ګټه لري، خو کله ناکله زیان هم لرلای شي. که د درملو د اندازې، کارونې او جانبي عوارضو په اړه پام ونه شي، ستونزې رامنځته کولای شي. د غیرساري ناروغیو ناروغان درمل د لنډې مودې لپاره نه، بلکې په دوامداره توګه کاروي او ناسمه کارونه یې ورته زیان رسولای شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم د ناروغانو خوندیتوب د روغتیايي خدمتونو نه بېلېدونکې برخه وبلله او په بېلابېلو برخو کې یې د دغه سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي عتیق‌الله اکبري وویل: «که د ناروغانو د درملنې په هره برخه کې احتمالي خطر موجود وي، د ناروغانو خوندیتوب یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی؛ بلکې یو ګډ مسوولیت دی چې پالیسي جوړوونکي، روغتیايي مدیران، ډاکټران، نرسان، قابلې، درمل جوړوونکي، ټولنیز کارکوونکي او د ناروغانو کورنۍ پکې مهم رول لري.»

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسوول سمیع کریمي وویل: «د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ناروغانو د خوندیتوب او په غیرساري ناروغیو د اخته کسانو د پاملرنې د ښه کولو لپاره خپلو هراړخیزو هڅو ته دوام ورکړي. دغه وزارت د اوږدمهالو او لنډمهالو پلانونو له لارې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او غوره درملنې په برخه کې مهم رول ترسره کوي.»

د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر پر ۱۷مه نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د ناروغانو د خوندیتوب په اړه د پوهاوي لوړول، د مخنیوي وړ طبي تېروتنو مخنیوی او د روغتیايي پاملرنې له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کمول دي.

د سږ کال موضوع «د غیرساري ناروغیو لپاره خوندي پاملرنه» ده، چې په مزمنو ناروغیو د اخته کسانو لپاره د خوندي او باکیفیته روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ د طبي تېروتنو پر مخنیوي ټینګار شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*