د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی امریکا ته ولاړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل ورور قیوم کرزي په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.

سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې کرزی به د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه د خپل مشر ورور په جنازه کې ګډون وکړي.

د افغانستان انټرنشنل د خبر له مخې، ښاغلى کرزى د يکشنبې په ورځ د غبرګولي د مياشتې په ۱۳مه نېټه ويرجينيا ته ورسېد او د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه نېټه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مريلنډ ته ولاړ.

د قیوم کرزي د جنازې مراسم به د دوشنبې په ورځ د فردوس په مقبره او د فاتحې مراسم به د مریلنډ ایالت د ترکش په جامع جومات کې ترسره شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حامد کرزى به درې ورځې د امريکا په متحدو ايالتونو کې پاتې شي او د جنازې له مراسمو وروسته به جرمني ته ستون شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر د غويي ۳۱مه نېټې راهسې د سترګو د درملنې لپاره په جرمني کې دی.

د حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزی د چهارشنبې په شپه د غبرګولي ۹مه نېټه د امریکا په میریلنډ ایالت کې وفات شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی امریکا ته ولاړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*