د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

💬0

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د هېواد د پنځو ولایتونو په ۳۹ ولسوالیو کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، په دې کمپاین کې به د ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو له دوه میلیونه او ۵۸۰ زرو ډېر ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل: «د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې به له زېږون څخه تر ۵۹ میاشتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او له څلورو تر ۵۹ میاشتو ماشومانو ته به د پولیو تزریقي واکسین تطبیق شي.»

په کابل کې هم د پولیو واکسین ډلې هڅه کوي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین د دوو څاڅکو په ورکولو سره د پولیو ویروس پر وړاندې خوندي کړي.

واکسیناتور سیدثناءالله وویل: «دا د کلینیک ساحه ده او موږ د واکسین لپاره راغلي یو. د کورنیو همکاري هم ښه ده او تر اوسه مو ۶۰ ماشومان واکسین کړي دي.»

روغتیايي کارکوونکي ایمل هوتک وویل، پولیو یوه ساري ناروغي ده چې له یوه کس څخه بل ته لېږدېدلی شي. هغه زیاته کړه چې د کډوالو د بېرته ستنېدو په زیاتېدو سره د ماشومانو واکسین کول د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهم دي.

ورته مهال، یو شمېر هېوادوال د پولیو د مثبتو پېښو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګندوي او د عامه پوهاوي او واکسین کمپاینونو د پراختیا غوښتنه کوي.

د کونړ اوسېدونکي رحمت‌الله وویل: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې خلکو ته په دې اړه لا ډېر عامه پوهاوی ورکړي، څو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.»

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په ننګرهار، هلمند، هرات او کونړ ولایتونو کې د پولیو د شپږو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*