
د واخان ترانزیټي سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د واخان ۱۲۱ کیلومتره اوږد ترانزیټي سړک، د هوارولو او جغل اچونې چارې بشپړې او نن (یکشنبه د ۱۲مه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک د بروغیل له پولې تر صفري نقطې غځېدلی او د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، افغانستان به له دې لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو او نړیوالو بازارونو سره ونښلول شي.
د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وویل چې اسلامي امارت د هېواد د ځانبسیاینې لپاره د قوشتیپې کانال او سالنګ لویې لارې په ګډون د لسګونو زیربنايي پروژو د پلي کولو چارې پیل کړې دي.
عبداللطیف منصور وویل: «نن پروژه د داوطلبۍ غړو ته سپارل کېږي او په یوه صمیمانه فضا کې له هغوی سره قراردادونه لاسلیک کېږي. که په اقتصادي پروژو کې روڼتیا وي، لکه څنګه چې اوس شته، هېواد به پرمختګ وکړي.»
د واخان ولسوال مولوي وجیهالدین هم وویل: «د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د لارو او اوږدو واټنونو له ستونزو سره مخ وو او اوس هیله لري چې د اشکاشم تر بروغندي سړک هم د هېواد په پراختیايي پروګرامونو کې شامل شي.»
تمه کېږي چې د واخان ترانزیټي سړک به د واخان او پامیر د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره راکمې کړي. د بدخشان د بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د واخان اوسېدونکو هم د دغه سړک د پرانیستې هرکلی کړی او د قیر کولو غوښتنه یې کړې ده.
د بدخشان یوه اوسېدونکي دهقان وویل: «د دې پروژې له پلي کېدو ډېره مننه کوو او غواړو لا ډېره پاملرنه وشي، څو دغه سړک قیر شي.»
یوه بل اوسېدونکي وویل: «له اسلامي امارت څخه غواړو چې دغه سړک قیر کړي، څو خلک په ژمي کې د واورې ورېدو له امله له ستونزو سره مخ نه شي.»
د واخان ترانزیټي سړک جوړولو په دوو پړاوونو کې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجې تمویل شوی دی.
د دغه سړک د جوړولو چارې په نږدې درېیو کالونو کې بشپړې شوې.
لومړی نظر وکړئ on "د واخان ترانزیټي سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو"