د پاکستان په بلوچستان کې د ریلګاډي دننه چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان په بولان سیمه کې د ریلګاډي دننه چاودنې لږترلږه پنځلس تنه ټپیان کړې دي.

د بولان مرستیال کمېشنر سیمع الله اغا د جمعې په ورځ رسنیو ته دا هم وویل چې دې چاودنې د ریل اته ډبې له پټلۍ بهر کړې دي.

د بلوچ بېلتون غوښتونکو ویاند ازاد بلوچ تر پېښې څو ساعته وروسته وویل چې هغه ریل یې په نښه کړی دی چې پوځیان یې لېږدول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان په بلوچستان کې د ریلګاډي دننه چاودنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*