
په هېواد کې اقتصادي ستونزې او د خوړو کمښت د ماشومانو او مېندو ترمنځ د ځوارځواکۍ د زیاتېدو لامل شوی.
په خوارځواکۍ د اخته دوو ماشومانو پلار وایي، د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله نه دي توانېدلی چې خپل ماشومان په مناسبه توګه تغذیه کړي او د ځوارځواکۍ درملنې وس یې هم نه لري.
د ناروغو ماشومانو پلار، سید شاه په دې اړه داسې وايي: «دا دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي؛ دوه کاله مې د یوه درملنه کړه او یو کال کېږي چې د بل درملنه کوم. دوی په نورو ناروغیو هم اخته دي. زه له دولت او خلکو غواړم چې د خپلو بچیانو په درملنه کې راسره مرسته وکړي.»
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې څه باندې یو میلیون او ۵۲۷ زره پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او شیدې ورکونکو میندو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړې دي.
دغه اداره زیاتوي چې په همدې موده کې یې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۲۴۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د درملنې ځانګړو پروګرامونو ته ورپېژندلي دي.
یونیسف بیا پخپل یوه راپور کې وايي: «په دې موده کې ۱،۵۲۷،۴۵۶ کسانو د تغذیې له حیاتي خدماتو ګټه پورته کړې چې ۵۵۴،۷۸۳ نجونې، ۴۶۷،۰۲۵ هلکان او ۵۰۵،۶۴۸ امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې پکې شاملې وې.
۲۴۶،۶۸۸ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او د منځنۍ کچې حاد خوارځواکۍ سره مخ دي (۱۳۳،۹۳۷ نجونې او ۱۱۲،۷۵۱ هلکان) د هدفمند اضافي تغذیې پروګرام ته ورپېژندل شوي، چې د کلنۍ موخې ۱۴٪ جوړوي.
پر دې سربېره، ۱۹۹،۸۸۴ امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو هم د دغه پروګرام له لارې خدمتونه ترلاسه کړي، چې د کلنۍ موخې ۲۵٪ جوړوي.»
یو ډاکټر، احمد شکیب زهیر بیا داسې وايي: «ضروري ده چې د خوارځواکۍ بنسټیز لامل وموندل شي. ځکه چې دا ناروغي ډېری وخت په بېوزلو هېوادونو کې وي، نو غوره ده چې د داسې ټولنو د اقتصادي، سیاسي او کلتوري وضعیت د ښه والي لپاره اقدامات وشي. ترڅنګ یې، مناسب غذایي رژیم ډېر مهم دی، چې زموږ خواړه باید پروټین، غوړ، کاربوهایدریټونه، منرالونه او ویټامینونه ولري.»
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و چې په ۲۰۲۵ زې کال پورې به په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې ۱.۲ میلیون امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې له خوارځواکۍ کړېږي او بېړنۍ درملنې او خوراکي ملاتړ ته اړتیا لري.
یو نظر پریږدئ