
د ژورنالیست محمدعالم کبیري جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه
د افغان ژورنالیست محمدعالم کبیري جسد نن (دوشنبه) سهار له تهران څخه کابل ته را انتقال او خاورو ته وسپارل شو.
د محمدعالم کبیري د جنازې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ د غړو ترڅنګ، د اسلامي امارت د یو شمېر ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسوولانو، د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو استازو او یو شمېر سیاسي شنونکو ګډون کړی و.
د محمدعالم کبیري زوی اسماعیل وویل: «موږ غواړو، لکه څنګه چې زما د پلار د جنازې په لېږد کې له موږ سره مرسته وشوه، له دې وروسته هم له موږ سره لا ډېره همکاري وشي، څو زموږ راتلونکی روښانه شي.»
د کبیري ورور هاشم کبیري هم د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتي چې د نوموړي د ماشومانو د زدهکړو په برخه کې له کورنۍ سره همکاري وکړي.
د طلوعنیوز رییس فریدالله محمدي وویل: «زه له ټولو رسنیو غواړم چې د عالم کبیري د کورنۍ لاسنیوی وکړو؛ د هغه د څلورو پاتې ماشومانو ملاتړ وکړو، څو هغوی هم په راتلونکي کې د رسنیو په برخه کې خدمت وکړي.»
د اسلامي امارت د ځینو وزارتونو ویاندویانو د کبیري مړینه د افغانستان رسنیزې ټولنې ته یوه ضایعه بللې او د نوموړي له کورنۍ سره یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «هڅه کوو چې له دې وروسته هم د هغه له کورنۍ او وارثانو سره په اړیکه کې واوسو او خدمت یې وکړو، څو د هغوی د زدهکړو بهیر زیانمن نه شي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وویل: «موږ راغلي یو چې وښیو د رسنیو ډګر د ټولنې ټولو قشرونو ته د قدر وړ دی او تر خپلې وسې به د هغه د کورنۍ ترڅنګ یو.»
محمدعالم کبیري په ۲۰۱۶ کال کې رسنیز کار پیل کړی و او کلونه یې د افغانستان پېښې د تصویر له لارې روایت کړې او د هېواد له بېلابېلو خصوصي رسنیو سره یې کار کړی و.
کبیري د ۱۴۰۵ کال د زمري پر ۱۳مه په ایران کې د سرطان ناروغۍ د درملنې پر مهال د ۳۸ کلونو په عمر ومړ. د نوموړي جسد نن کابل ته تر لېږد وروسته په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. له هغه څلور ماشومان پاتې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د ژورنالیست محمدعالم کبیري جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه"