
د کابل ښاروالۍ د جوی شیر په ساحه کې له سلو د زیاتو جایدوادنو له استملاک او تخریب خبر ورکوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري تر پل ارټل پورې د جوی شیر سړک د غځولو او په زیر زمینې سیمه کې د ښاري ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه له سلو زیات ملکیتونه استملاک او ورانېږي.
کابل ښاروالۍ جوی شیر سړک د دې ادارې له مهمو پروژو بولي او زیاتوي چې دا سړک یو زرو ۸۶۹ متره اوږدوالی لري.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمتالله بارکزی په دې اړه وايي: «د دې سړک په جوړولو سره هغه لویه ستونزه، چې د ساحې تر ځمکې لاندې برخه کې حضور لري، کمېږي، او د سړک جوړولو په لړ کې ۱۲۷ ملکیتونه استملاک شوي، او د خنډونو لرې کول هم دوام لري.»
یو شمېر هغه اوسېدونکي، چې کورونه یې استملاک شوي، که څه هم د جوی شیر سړک د پراختیا پروژه ستایي، خو له ښاروالۍ غواړي چې د دوی د ملکیتونو پیسې ورکړي.
د کابل اوسېدونکی، شفیع غني زاده هم وايي: «ویل شوي وو چې د تخریب پیسې به ژر تر ژره په درې برخو کې درکړل شي او هره کورنۍ چې یې کور تخریب او استملاک شوی، ناحیې او ښاروالۍ ته ورغلې، هلته ورته ویلي چې پیسې ورکوي، خو تر اوسه نه دي ورکړل شوي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، غلام جیلاني تیمورشاه هم وايي: «ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه، د هغې د کمولو لپاره دا کار ډېر ګټور دی. حقیقت دا دی چې خوشبین یو.»
د کابل ښاروالۍ د مسوولانو په وینا، د جوی شیر سړک د پراختیا پروژه به د خنډونو له لېرې کولو او استملاک وروسته، په بنسټيز ډول پيل شي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل د جوی شیر سړک پراخوالي په موخه د کورونو د استملاک پیل"