د کابل د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت شکایت کوي

💬0

د کابل د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت شکایت کوي

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت شکایت لري او وایي چې دې ستونزې د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغوی په وینا، د اوبو د پېرلو لګښت ورکولو توان نه لري او د دغې وضعیت دوام د هغوی اقتصادي فشار لا زیات کړی دی.

د دغې ناحیې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د کابل د ۱۷ناحیې اوسېدونکی، عبدالغفار وايي: « نن ورځ د پخوا پرتله د اوبو د اخیستو لپاره د راتلونکو کسانو شمېر کم شوی دی. خو لا هم داسې ورځې شته چې خلک د خپلو بشکو د ډکولو لپاره، کله په نوبت او کله هم بې‌نوبته، په کتار کې درېږي. په ځینو ورځو کې د بشکو شمېر شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې رسېږي. ډېر خلک تر ناوخته شپې پورې انتظار باسي، بیا له ډکو بشکو سره خپلو کورونو ته ستنېږي او کله ناکله بې‌اوبو هم کور ته ګرځي.»

د کابل د ۱۷ ناحیې یو بل اوسېدونکی، احمد هم وايي: « موږ د اوبو کمښت له امله له جدي ستونزې مخ یو. لکه څنګه چې وینئ، په دې عمر کې هم اړ یو چې د اوبو اخیستو لپاره راشو او له ډېرو ستونزو سره بشکې تر کوره یوسو.»

بل لور ته، د اوبو رسوو یو شمېر خصوصي شرکتونه وایي چې په دې ناحیه کې د دوی د مشتریانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د اوبو پلورونکی، عبدالفتاح داسې وايي: « هر څومره اوبه چې مشتری وغواړي، موږ یې برابرو. خو د کال په تودو موسمونو کې چې د اوبو اړتیا ډېریږي، کار زموږ لپاره ستونزمن شي. د بېلګې په توګه، په عادي حالت کې یو ټانکر اوبه په دوه تر درې سوه افغانیو راوړو، خو په هماغه وخت کې بیه تر شپږو یا اوو سوو افغانیو پورې لوړېږي. زموږ موټرې هم په تګ راتګ کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.»

یوازې د کابل ۱۷ ناحیه نه ده چې د اوبو له کمښت سره مخ ده؛ تر دې وړاندې هم د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو د څښاک اوبو د کمښت په اړه شکایتونه کړي دي؛ خو دا به ولیدل شي چې د خلکو دا ستونزې به کله حل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*