د کابل عملیات د خراسان د شریرو هستې د سقوط نښه ده

33
18
د کابل عملیات

د کابل عملیات د خراسان د شریرو هستې د سقوط نښه ده

د کابل په قصبه کې د شپې لخوا د بریښنا په څېر د یو چټک عملیات په ترڅ کې د خراسان خوارجو پورې اړوند یوه پټنځای له‌ منځه یووړشو. پدې عملیاتو کې دوه جګړه ‌ماران ووژل شول او درېیم یې ژوندی ونیول شو .یاد عملیات یوازې د یوې توطئې د شنډولو تر بریده محدود نه وو، بلکې دا د خراسان خوارجو په لیکو کې د فکري زوال او عملیاتي ضعف یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي.
روښانه نښې او شواهد دا څرګندوي چې د خراسان خوارجو جنګي زور او طاقت ورځ تر بلې کمزوی کیږي. له ۲۰۲۲ کال له نیمايي څخه تر ۲۰۲۳ کال تر پای پورې، د دوې جګړه ‌یزو خوځښتونو کې پوره ټيټوالی راغلی، چې دا د دوی د ځواک کمزوري ښيي. د خوارج خراسان جګړه‌ یز بهیر تر ۲۰۲۳ کال د پسرلي پورې نژدې درېدلی و، او دوی د دوو پرله‌ پسې میاشتو لپاره هېڅ برید تر سره کړی نه وو، چي دا د دوې د اغیز او بر لاسۍ د ختمیدو د ښکاره کمښت پیاوړې نښه ګڼل کېږي.
د خراسان خوارج د مشرۍ جوړښت د پرله ‌پسې فشارونو له امله مات شوی دی. په تېرو میاشتو کې د دې ډلې څو مهم مشران له منځه تللي، چې پکې د مشر مرستیال هم شامل دی، هغه څوک چې د خوارجو دویم لوی قومندان ګڼل کېده. دا پداسې حال کې ده چې په تیر کې د دې ډلې د پټ امیر (ثناءالله غفاري) د وژل کیدو راپورونه خپاره شوي وو، خو وروسته په پاکستان کې ژوندی، ټپي او د تېښتې پر مهال ښکاره شو. د دې ډول درنو تلفاتو زغم د خوارجو دننه د مراتبو سلسله ګډوډ کړی، او دا ډله یې له تجربه ‌کارو مشرانو او ستراتیژیکه مشرتابه بې ‌برخې کړې ده.
د خراسان خوارج د تبليغاتو او جنګي کسانو په جلبولو کې کموالی او ناپایدار حالت هم همدې خبرې ته اشاره کوي. د ۲۰۲۳ کال په پیل کې د سخت مالي کړکېچ له امله د دوې توند، احساساتي او پراخ تبليغاتي خپرونې ډېرې کمې شوې، چې دا کار د دوی فکري نفوذ په انټرنټي نړۍ کې سخت کمزوری کړ. د دوې د جنګي خوځښتونو اوږد مهاله وقفه د بې باورۍ یو ژور کړکېچ رامنځته کړی، تر دې پورې چې حتی د خوارجو پلویان دا چوپتیا د زوال نښه بولي، او دا حالت ښايي د نویو کسانو د جلب او جذب مخه ونیسي. یوشمېر کورني سرچینې هم مني چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د دې ډلې غړیتوب کم شوی، چې دا پخپله د نویو جګړه‌ مارو د جذب په لړ کې د یو څرګند درېدښت نښه ده.
د قصبې د عملیاتو عملي او نمایشي پایلې ناممکنه ده چي له پامه وغورځول شي. هغه شریره خوځښت چې پخوا یې د ستر خلافت خیالونه په سر کې ګرځول، نن‌ سبا پټو خوندي ځایونو ته راټول شوې ده، او د نفوذ کړۍ یې را ټیټه شوې ده. په کابل ښار کې د خوارجو د بل پټنځای موندل او له منځه وړل، د دې ډلې د دنني ړنګېدنې څرګنده نښه ده. هر هغه پټ مرکز چې افشا کېږي، او هر هغه مشر چې له منځه ځي، د یو جګړه‌ یز امتیاز د زوال بله نښه ده. د دې ډلې جګړه ‌یزه څنډه مات شوې، فکر یې کمزوری شوی، او د خلافت خیالونه یې له دننه ړنګېږي.

1 Comment on "د کابل عملیات د خراسان د شریرو هستې د سقوط نښه ده"

  1. من میخواهم کانادا بروم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*