د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې چاودنې شوي دي

د کابل ښار

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له شمشاد سره په خبرو کې د کابل په لوېدیځ کې تر سره شوې چاودنه تاییدوي او وايي، چې یاده چاودنه د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند په یوه مارکېټ کې شوې. د خالد په خبره، لومړني معلومات ښيي، چې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. نوموړی زیاتوي، د پېښې سیمې ته د پوليسو څېړنې ټیم رسېدلی څو د چاودنې علت په نښه کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ طلوع نیوز ته ویلي چې د دشت برچي سیمې د نن شپې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې چاودنه په یو مارکیټ کې شوې او د چاودنې د څرنګوالي مالومولو په موخه یې سیمې ته د څېړنې ټیم استولی دی.

د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند په یوه مارکیټ کې چاودنه رامنځته شوې، لومړني معلومات ښیي چې پېښه کې زمونږ ۲ تنه هیودوال شهیدان او ۹ تنه ټپیان دي چې نیږدې روغتون ته انتقال شوي. سیمې ته د پولیسو د څیړنې ټیم رسیدلی تر څو د چاودنې علت معلوم کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې چاودنې شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*