د کتاب اوونۍ لمانځنې په موخه بامیان کې د کتاب نندارتون

بامیان کې د مطالعې فرهنګ غوړېدو په موخه د کتابونو او قرآن کریم یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، کتاب پلورونکو او یو شمېر خصوصي کتابتونونو له لوري زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي وو.

د دغه نندارتون یو موخه د کتاب اوونۍ لمانځنه یاده شوې ده.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد وویل: « نن د زده کړیالانو او لیکوالانو د هڅونې په موخه د کتاب لوستلو او قرانکریم نندارتون ده چې راشي او کتاب ته لاسرسی ترلاسه کړي.»

د دغه نندارتون ډېری ګډونوال ځوانان او فرهنګیان دي. 
دغه ځوانان او فرهنګیان که څه هم نندارتون ګټور بولي وایي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله د کتابونو پیرلو وس نلري. 

ګډونوال، محمد زمان وویل: « دغه ډول نندارتونونه ډېر ګټور دي ځکه کیدایشي یو کس خپل د خوښې کتاب پیدا کړي او مطالعې ته مخه کړي.»
د نندارتون یو بل ګډونوال، رضا بهزاد هم وویل: « دغه ډول نندارتونونه ګټور دي ځکه ځوانان ورسره مطالعې ته هڅول کیږي.»

یو شمېر کتاب پلورونکو چې دغه نندارتون کې ګډون کړی وایي، په وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د کتابونو پلور بازار کمرنګه شوی دی.

بامیان کې کتاب پلورونکي، امام علي وویل: « بامیان کې دوه کتاب پلورنځي دي چې هغه هم ښې مخ ته نه ځي.»

د کتابونو دغه نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د کتاب پلورونکو په خبره دوی د کتاب پلور له لارې عاید نلري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کتاب اوونۍ لمانځنې په موخه بامیان کې د کتاب نندارتون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*