د کراچۍ پولیسو ۲ میاشتو کې ۱۴۰۰ افغانان نیولي

پاکستان کې یوه مدني فعاله او د بشري حقونو مدافع وکیله ‘منیزه کاکړ’ وايي چې د کراچۍ پولیسو تېر دوو میاشتو کې تر ۱۴۰۰ افغان کډوال نیولي دي.‌

اغلې کاکړ چې په رضاکاره توګه د نیول شویو افغانانو وکالت کوي، پر خپل ټویټر لیکلي، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

هغه زیاتوي چې تر ۴۰۰ داسې بندي افغانانو سره یې کتلي چې د پاکستان ویزې، د کډوالو په توګه د ثبت کارتونه او نور اسناد هم لري، خو پولیسو ترې دغه اسناد ضبط کړي دي.‌

پاکستان کې د افغان سفارت چارواکي هم مني، چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې.

ښاغلې منېزې دا مالومات د جون پر ۲۰ خپاره کړي، چې د کډوالو نړیوالې ورځ سره سمون لري.

د بښنې نړیوال سازمان هم پر همدې ورځ یوه رپوټ کې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د ورپېښ کړاو یادوه کړې.

دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ‘خپلسره نیول او ځورول’ ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي و چې افغانانو د ځورول کېدو له وېرې پاکستان پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي‌ پاتې.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئد ویډیو تشریح، خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د ۲۰۲۱ کال اګست افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ شمېر افغانان له خپل هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځو هېوادونو او امریکا ته پناه وړې، خو نورو چې هلته پر تللو نه دي توانیدلي، نژدې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته مخه کړې ده.

خو په دې وروستیو کې له دغو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کېږي، چې ګڼ شمېر یې بند کې د څه مودې له تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته اړول کېږي.

منیزې کاکړ د ټویټر په یوه جلا پیغام کې لیکلي چې د پاکستان د سند ایالت پولیسو د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشت راهېسې له ۳۰۰۰ ډېر افغانان نیولي او دا چې په دوی کې سلګونه داسې کسان هم وو چې پاکستان ته د تګ او هلته د پاتې کېدو قانوني اسناد یې درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان وايي په کراچۍ او سند سربېره یې په پېښور، کوټې، چمن او نورو ښارونو کې هم د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورل کېدو رپوټونه ترلاسه کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کراچۍ پولیسو ۲ میاشتو کې ۱۴۰۰ افغانان نیولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*