د کرېکټ اسیایي شورا څوکۍ ترلاسه کولو ته د افغانستان نږدې‌کېدل

💬0

د کرېکټ اسیایي شورا څوکۍ ترلاسه کولو ته د افغانستان نږدې‌کېدل

د کرېکټ یو شمېر شنونکي د کرېکټ اسیايي شورا په دوره‌یي مشرتابه کې د افغانستان د حق ترلاسه کول مهم او ارزښتناک ګام بولي؛ هغه ګام چې په باور یې، په هېواد کې د کرېکټ د لا ودې، د ورزشي تعامل د زیاتېدو او د مهمو اسیایي سیالیو د کوربه‌توب لپاره زمینه برابرولی شي.

شنونکي وايي، د کرېکټ اسیایي شورا په دوره‌یي مشرتابه کې د څوکۍ حق لرونکو هېوادونو په ډله کې د افغانستان شاملېدل د هېواد د کرېکټ لپاره تاریخي او مهمه لاسته‌راوړنه ده؛ ځکه دا دریځ کولای شي د اسیا د کرېکټ په مهمو پرېکړو کې د افغانستان رول پیاوړی کړي او د شورا په راتلونکو پروګرامونو کې یې اغېزناک حضور ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان کرېکټ بورډ هم د دغه حق ترلاسه کول په اسیا کې د افغان کرېکټ د اعتبار، باور او دریځ د پیاوړتیا نښه بولي.

د کرېکټ بورډ په وینا، د هند او پاکستان په څېر د اسیا د کرېکټ له مخکښو هېوادونو سره په دې بهیر کې د افغانستان شاملېدل، هېواد ته نوی فرصت برابروي چې په راتلونکي کې د کرېکټ اسیایي شورا په مشرتابه، پرېکړو او پروګرامونو کې لا مهم او اغېزناک رول ولوبوي.

افغانستان دغه حق د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د کرېکټ اسیايي شورا په کلنۍ غونډه کې ترلاسه کړ. په دې غونډه کې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او د دغه بورډ اجراییه رییس هم ګډون کړی و.

تر دې وړاندې د کرېکټ اسیايي شورا دوره‌یي مشري یوازې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله‌دېش ترمنځ وه، خو اوس افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل شوی دی.

د افغانستان له لوري د دغه حق د ترلاسه کولو وړاندیز د اسیا کرېکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ سره مخ شوی او په پایله کې افغانستان د شورا د دوره‌یي مشرتابه حق لرونکو هېوادونو په ډله کې شامل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کرېکټ اسیایي شورا څوکۍ ترلاسه کولو ته د افغانستان نږدې‌کېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*