
ملګري ملتونو ویلي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دغې ټولنې د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبیوا به د بلې اونۍ په سر کې د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.
افغانستان کې د ملګرو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د سه شنبې په ورځ مارچ څلورم ( کب ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې ټینګیدو د ادارې راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي دا غونډه به د امنیت په شورا کې د ډنمارک د استازي په مشرۍ د را روانې دوشنبې په ورځ مارچ لسم( کب ۲۰) جوړه شي.
ډنمارک اوس مهال د امنیت د شورا نوبتي مشري په غاړه لري. تر اوسه دې غونډې ته د یوناما د مشرې روزا اوتبیوا د راپور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو میرمن اوتنبیوا په هرو دریو میاشتو کې د امنیت شورا ته خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي. همداشان افغانستان کې د یوناما ماموریت هم د مارچ د میاشتې په ۱۷ پای ته رسیږي او ټاکل شوې چې د امنیت شورا یې په اړه په همدې میاشت د تمدید په تړاو غونډه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” ماموریت تائید کړی وو.
تیرکال د امنیت شورا د ۲۷۲۷ نمبر پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت منلی وو او د شورا ټولو ۱۵ غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړې وې.
ددغه پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدید شوی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د یوناما مشره بله اونۍ د افغانستان په اړه خپل راپور امنیت شورا ته وړاندې کوي"