د ۲۰۲۴ کرېکټ شل اوريز نړيوال جام پيل شو

3
2

د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام سيالۍ د امریکا او وېسټ انديز په کوربتوب پيل شوې.

د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ د امریکا په ډلېس کې ترسره کېږي.

په سږني نړيوال جام کې د شلو لوبډلو تر منځ چې په پنځو ګروپونو وېشل شوې ټولې ۵۵ لوبې کېږي.

افغانستان هم د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او لومړنۍ لوبه يې د دې مياشتې پر څلورمه نېټه (سې شنبې) له يوګانډا سره ده.

د نورو ګډونوالو هېوادونو په څېر افغانستان هم خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې چې مشري به يې راشد خان کوي. په لوبډله کې ۶ الرونډران، څلور توپوهونکي او پنځه توپ اچوونکي غوره شوي دي. دری احتياطي لوبغاړي هم وسره مله دي.

افغانستان لومړی وار په ۲۰۱۰کال په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کړی او سږ یې اووم ځل دی.

دغه نړیوال جام له ۲۰۰۷ راهیسې پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.

د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلنډ خپله کړې چې اوس به یې دفاع کوي.

د کاناډا او امریکا لوبه

کرېکټ

د ۲۰۲۴ شل اوريز نړيوال جام لومړۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ ده.

امريکا د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه کړې.

دا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سیالۍ په امریکا کې ترسره کېږي او دا هم د دې هېواد لپاره لومړی ځل دی چې په نړيوال جام کې ګډون کوي.

امريکا او کاناډا په الف ګروپ کې ځای لري چې د ايرلنډ تر څنګ د هند او پاکستان په څېر قوي لوبډلې ورسره دي.

د شل اوريز نړيوال لوبو د اصولو له مخې د دې لوبو لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره يوه يوه سيالي کوي چې په پای کې به د سر دوې لوبډلې دويم پړاو ته لار ومومي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ۲۰۲۴ کرېکټ شل اوريز نړيوال جام پيل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*