زابل کې د ۱۷ ویجاړو شویو ښوونځيو بیارغونه پیل شوه

په زابل کې د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۱۷ ښوونځي بیارغول کېږي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وايي، په مرکز کلات ښار او شپږو ولسوالیو کې د دغو ښوونځیو پر بیارغولو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې هم تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.

د زابل د پوهنې رییس، ګل ولي متقي وايي: «دغه ښوونځي د زابل مرکز کلات په ګډون په ولسوالیو کې دي، چې له سره به رغول کیږي او یو پکې دارالعلوم شامل دی. د دغو ښوونځیو جوړېدو سره به ګڼو زده کوونکو ته خوندي چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شي».

ورته مهال زده کوونکي او د زابل اوسېدونکي د زده کړو خوندي چاپیریال د ښوونیز بهیر کیفیت ښه والي په موخه مهم ګام ګڼي.

زده کوونکی، صفی الله په دې اړه داسې وايي: «وړاندي مو د ښوونځۍ کړکۍ اږ دروازې نه وې، چتونه یې وران وو، چې له امله یې موږ سمي زده کړي نشوای کولای اوس دا ستونزه حل شوه او زه هم خوشحاله یم».

د زابل اوسېدونکی، محمد هاشم وحدت هم وايي: «موږ له اسلامي امارت څخه غواړو، چي د ښوونځیو لپاره نوري ودانۍ هم جوړ کړي، ځکه د زده کړو د کیفېت لپاره ږدانۍ مهمي دي».

د زابل د پوهني رياست دغه راز زیاتوي چې د ښوونځیو د ودانیو ترڅنګ دغه ولایت کې د ښوونيز بهير د پياوړتیا پر نویو لارو چارو هم کار کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "زابل کې د ۱۷ ویجاړو شویو ښوونځيو بیارغونه پیل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*