یوې زورورې زلزلې د افغانستان او پاکستان په ګډون سیمه ولړزوله

افغانستان، پاکستان او د سیمې نږدې نور هېوادونه تېره شپه د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې نسبتآ ځواکمنې زلزلې ولړزول.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت ښوول شوی. دا ولایت له پاکستان او تاجکستان سره پولې لري.

لومړیو رپوټونو کې افغانستان کې د ۲ کسانو د وژل کېدو او ۲۰ نورو د ټپي کېدو ویل شوي وو.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

له دې سره خیبرپښتونخوا کې چارواکو ویلي دي چې دغلته دې زلزلې لږترلږه ۹ کسان وژلي او ۴۶ نور ټپي کړي‌ دي.‌

خیبرپښتونخوا کې طبیعې پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي، له ټولو ډېره مرګژوبله سوات کې اوښتې ده.

له دغه ځایه د ۷ کسانو د مړینې او ګڼو نورو د ټپي‌ کېدو راپور ترلاسه شوی.

په کوز دیر کې بیا ۲ کسان مړه او څو نور ټپي شوي‌ دي.

زلزلہ

‌د زلزلې له کبله خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د برېښنا تجهیزاتو هم اور اخیستی او د هزاره ضلعې ځینو سیمو برېښنا پرچا شوې ده.

رپوټونو کې راغلي چې د سوات – کالام سړک هم د ځمکښوېدنې له کبله تړل شوی.

ځايي‌ چارواکو د سوات په سیدو شریف روغتون کې بېړنۍ حالت اعلان کړی او نورو ادارو ته د چمتووالي ویل شوي دي.‌

کابل
د عکس تشریح، کابل کې خلک له زلزلې وروسته له کورونو وتلي دي

د امریکا جیولیوجیکل سروې رپوټ له مخې د دې زلزلې مرکز افغانستان کې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد د سویل ختيځ په ۷۵ کيلومترۍ کې د هندوکش غرونو لړۍ کې څه باندې ۱۸۷ کیلومتره تر ځمکه لاندې و.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د پاکستان میټرو جیولوجیکل ادارې بیا د دې زلزلې کچه د رېښتر شپږ اعشاریه اته درجې بللې ده.

رپوټونه وايي، د تاجکستان، ترکمنستان او د هند په ځینو سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوې زورورې زلزلې د افغانستان او پاکستان په ګډون سیمه ولړزوله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*